Homeخبرونهطالبان: د افغانستان ډیری خصوصي کمپنۍ او موسسې د ملي ارزښتونو خلاف...

طالبان: د افغانستان ډیری خصوصي کمپنۍ او موسسې د ملي ارزښتونو خلاف دي

تاند (سه شنبه، د اسد ۷) روسي رسنۍ ار ټي وايي د طالبانو د رهبرۍ شورا تازه پرېکړه کړې چې په ټول افغانستان کې باید خصوصي کمپنۍ، موسسې، انجوګانې او شرکتونه د دوی تر نفوذ او اغیزې لاندې وي.

د سرچینې په خبره طالبانو ویلي چې ځیني یاد شوي بنسټونه د افغانستان د ملي ارزښتونو خلاف دي چې باید دوی یې تر خپل څار لاندې راولي.

دغې روسي رسنۍ خبر ورکړی چې طالبان غواړي د افغانستان ډیری موسسات او خصوصي کمپنۍ ورسره ثبت او راجستر شي او د دوی تر امر لاندې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د راپورونو له مخې طالبانو تر دې وړاندې هم ځینو کمپنیو او شرکتونو ته خبرداری ورکړی وو او ګواښلي یې وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...