غوث جانباز
د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړه، چې اوسمهال یی افغانستان تر کنټرول لاندي دی، له سرحدي نښتو هاخوا غځېدلې ده. په تیرو څو میاشتو کې د اسلام آباد د افغان پر خاورې په هوايي بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.
مگر، پوځي فشار د ستراتیژۍ یوازې یو اړخ دی. پاکستان هڅه کوي چې د مهمو سرحدي لارو د بندولو او د “ټرانزیټ جګړې” په خپرولو سره د طالبانو اقتصادي ځپلو هڅه هم وکړي.
خو اصلي جګړه په ډیپلوماټیکه جبهه کې روانه ده. اسلام آباد په هر نړیوال ډګر کي د طالبانو د شړلو او بدنامه ولو لپاره یو لوی کمپاین پیل کړی دی.
یوه ښه بیلګه یې په مسکو کې د شانګهای د همکارۍ سازمان وروستۍ غونډه وه، چیرې چې د کابل پلاوي ته په پایله کې بلنه ورنکړل شوه، چې په ځانګړي توګه د پاکستان د ډیپلوماتیک فشار له امله وه.
په ورته وخت کې، په اروپا کې هم ځانګړي هڅې روانې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار په بروکسل کې خورا فعال کار وکړ ترڅو د اروپايي ټولنې انتقادي دریځ لا نور هم پیاوړی کړي.
په هرصورت، د دې جلا بریالیتوبونو سره سره، د طالبانو په اړه د اروپا شکونه په بنسټیز ډول نه دي بدل شوي، او د انزوا عمومي ستراتیژي په نورو محاذونو کې ناکامه ده.
له بلې خوا – په ډیلي کې – پاکستان له یوې ریښتینې ډیپلوماټیکې ماتې سره مخ شو. د روسیې او هند د وروستۍ سرمشریزې پایلې اسلام آباد ته یو ټکان و.
په ګډه اعلامیه کې، مسکو او نوي ډیلي نه یوازې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د طالبانو هڅې ومنلې بلکې په څرګنده توګه یې د افغانستان د سولې په پروسه کې د ځواک یو نوی مرکز هم په ګوته کړ.
د دوو هيوادونو د امنیت شوراګانو او د “مسکو فارمټ” له لارې د نږدې همغږۍ اشارې، یو مستقیم او ښکاره سیګنال دی چې د سیمې برخلیک به نور د پاکستان یا لویدیځ لخوا نه ټاکل کیږي.
دا د طالبانو لپاره یوه لویه بریا ده، چې تر ډیره حده یې د ډیلي په لور د دوی د ستراتیژیک څرخیدنی پایله ده. د هند سره، چې د اسلام آباد اوږدمهاله سیال دی، اړیکې ملموسی پایلې لري.
هندي اړخ په ښکاره ډول په ګډې اعلامیې کې د یوې مادې شاملولو لپاره خورا لیوالتیا درلوده چې طالبان دی د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزینو په توګه وپیژندل شی.
په دې توګه، پداسې حال کې چې پاکستان هڅه کوي طالبان منزوی کړي، روسیه او هند په مؤثره توګه دوی د امنیتي ملګري په توګه پیژني.
اسلام آباد، چې د لسیزو راهیسې یې افغانستان د خپل نفوذ ساحه ګڼله، د یوې نوې جیوپولیتیک لوبې څخه د ایستل کیدو له ګواښ سره مخ دی، چې قاعده به یې د دوی [پاکستان] له ګډون پرته لیکل کیږي.