شنبه, جنوري 17, 2026
Homeخبرونهمالیې وزارت د اماراتو له یوه شرکت سره د بندرونو د عصري...

مالیې وزارت د اماراتو له یوه شرکت سره د بندرونو د عصري کولو تړون لاسلیک کړ

تاند ( یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۶مه) افغانستان کې د طالبانو د مالیې وزارت او د متحده عربي اماراتو اړوند (D.P World) نړیوال شرکت ترمنځ د بندرونو د عصري کولو تړون لاسلیک شو.

د دغه تړون پر اساس به یاد شرکت د افغانستان او نورو هیوادونو ترمنځ بندرونه پر نړیوالو معیارونو برابر او په عصري بڼه جوړوي.

د طالبانو مالیې وزارت وايي، دغه تړون نن (یک شنبه) په کابل کې د رسنیو په مرکز کې د مالیې وزارت او یاد شرکت د استازو ترمنځ لاسلیک شو.

په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس عبدالله عزام ویلي چې، د دغه تړون پر اساس به یاد شرکت لومړی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ حیرتان بندر او وروسته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه تورخم د نړیوالو معیارونو پر بنسټ جوړوي.

عزام وايي، دغه لړۍ به وروسته د هیواد په نورو بندرونو کي هم تطبیق شي.

نوموړی وایي د دغه چارې په پلي کېدلو سره به د افغانستان صادرات له نړیوالې بسته بندۍ سره سم نړیوالو بازارونو ته صادر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزل ستوري یو څو خاطرې| دوکتور لعل پاچا ازمون

د وطن غمي د لوړاګي په بټۍ کې زموږ شریکباڼي ټیلفون ته کولپ اچولی و، کله به چې د هغه خوښه وه، نو کولپ به...