Homeخبرونهد پښتون ژغورنې غورځنګ نن بریتانیا کې یوې لویې جرګې ته چمتووالی...

د پښتون ژغورنې غورځنګ نن بریتانیا کې یوې لویې جرګې ته چمتووالی نیولی

تاند ( یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۶مه) ‏د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د اروپا همغږۍ کمېټې ویلي چې، نن د ډیسمبر پر اوومه په برتانیا کې د یوې لويې جرګې چمتووالی شوې ده.

د PTM د غړو په وینا، په دې جرګه کې به د خیبر قامي جرګې له پرېکړو ملاتړ، د افغان نجونو د زده کړو حق، د ښځو د کار اجازه او پر غورځنګ د پاکستان د ناحقه بندیزونو په اړه بحث وشي.

د جرګې تنظیموونکو ویلي، دغه راز به د پښتنو پر وړاندې روانې ټولنیزې، اقتصادي او امنیتي ستونزې او پر افغان خاوره د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندل د جرګې مهم موضوعات وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ اروپا څانګې په برتانیا او نورو اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته بلنه ورکړې چې په دې “تاریخي جرګه” کې ګډون وکړي.

هغه افغانان پښتانه چې د فزیکي ګډون توان نه لري، ترې غوښتل شوي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د غونډې ملاتړ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...