جمعه, فبروري 6, 2026
Homeداسې هم شتهموچهال او هندۍ کرکټره تر ۱۲ ورځې خوښۍ وروسته کوژده ختموي

موچهال او هندۍ کرکټره تر ۱۲ ورځې خوښۍ وروسته کوژده ختموي

تاند ( یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۶مه) د هندۍ کرکټرې خاوند پالاش موچهال وایي له کوژدنې تېر شو او مندانا سره به اړیکې پرې کړي.

د دوی د کوژدې خبرونه دوه اونۍ وړاندې خورا ګرم وو؛ خو د مندانا د پلار د ناڅاپي ناروغۍ له امله پکې خنډ رامنځته شو.

د رسنیو د راپورونو له مخې دغې ځنډ پالاش موچهال بې باوره کړی او اعلان یې کړی چې دا کوژدن ختموي.

سمریتي مندانا هم رسنیو ته منلې چې، له موچهال سره یې اړیکه ختمه شوې ده.

نوموړې په دې تړاو نور څه نه دي ویلي.

سمریتي مندانا د هند د کرکټ د ښځینه ملي لوبډلې چټک او پیاوړې لوبغاړې بلل کېږي.

نوموړې ته موچهال د کرکټ په لوبغالي کې د واده وړاندیز وکړ، خو داسې ښکاري چې لنډمهاله او د نیمې لارې یاري وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...