Homeخبرونهسترې محکمې په خوست ولایت کې ۳۴ کسان په دُرو ووهل

سترې محکمې په خوست ولایت کې ۳۴ کسان په دُرو ووهل

تاند ( یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۶مه) د طالبانو د حکومت ستري محکمې ویلي چې، په خوست ولایت کې یې ۳۴ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دی.

د طالبانو د حکومت یادي محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه کسان یې نن (یک شنبه) د همدې ولایت په مرکزي ورزشي لوبغالي کې د خلکو تر مخ له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرې وهلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې، دغه کسان د دُرو وهلو ترڅنګ له یوه کال څخه تر اوو کلونو په تنفیذي بندونو هم محکوم شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، یاد کسان د جعلکارۍ او نشه يي توکو د خرڅولو او قاچاق په تور په یادو سزاوو محکوم شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې تېره اوونۍ په خوست کې یو کس د قتل په تور په یاد لوبغالي کې قصاص کړ چې سخت غبرګونونه یې هم درلودل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....