پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونه‏د کندوز ـ بغلان پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ۲۲ تنه...

‏د کندوز ـ بغلان پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ۲۲ تنه مړه او ژوبل شوي

تاند ( یک شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۶مه) د کندز- بغلان په لویه لاره د کندز علي اباد ولسوالۍ کې د ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر چپه کېدو پېښه کې ۲۲ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

مسوولان وایي چې په یاده پېښه کې دوه تنه مړه او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

مسوولان زیاتوي چې، د یادې ولسوالۍ ترافیک تر پېښې وروسته د پېښې ځای ته ورغلي او ژوبل کسان د کندز حوزوي روغتونونو ته لېږدول شوي.

ځايي سرچېنو د پېښې لامل بې احتیاطي بللې او د ټپیانو وضعیت یې د ډاډ وړ بللی.

د افغانستان لویې لارې هره ورځ د مرګونو ترافیکي پېښو شاهدان وي، چې لوی لامل یې د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د مسوولو ادارو له لوري د ترافیکي قوانینو منظم او سم نه تطبیق یادېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...