Homeخبرونهد کتاب نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ورځ تر بلې کتاب سره د...

د کتاب نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ورځ تر بلې کتاب سره د ځوانانو مینه کمېږي

تاند (پنج شنبه د غویي/ثور ۲مه) د اپرېل ۲۳مه د کتاب او د چاپ حق (کاپي‌رایټ) نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ هرکال په ټوله نړۍ کې د مطالعې د دود او د لیکوالانو د هڅونې او ملاتړ لپاره نمانځل کېږي.

خو په افغانستان کې د کتاب لوست سره مینه ورځ تر بلې په کمېدو ده.

لوستي ځوانان یې لامل څه بولي؟

د پوهنتون زده کوونکی سمندرخان وایي، له یوه لوري په افغانستان کې عصري زده کړو سره د طالبانو د حکومت توپيري چلند او بل لورته د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو بندېده ځوانان او تنکي ځوانان له کتاب لوست څه چې ان له زده کړو هم زړه تورن کړي.

دی وایي، دا چاره همداسې دوام ولري او له پوهنتون نه لېسانس او ماسټر ځوانان د طالبانو له لوري همداسې تحقیرېږي نو لرې نه ده چې، نور به ډېری ځوانان ښوونځی هم ونه لولي.

احمدوثیق بیا د لغمان ولایت اوسېدونکی او په دولسم ټولګي کې زده کړې کوي.

دی له تاند سره په خبرو کې وایي: « د جمهوریت پرمهال یو روښانه راتلونکی ښکارېده، حکومت وو او تشویق وو، هرې برخې ته ارزښت ورکول کېده خو اوس یوازې مدرسه یادېږي چې، دا د دې لامل شوی چې ځوانان په دولسم ټولګي کې زده کړې پرېږدي.»

دی وایي، ډېری ټولګیوالو یې له همدې امله په دولسم ټولګي کې زده کړې پرېښودې او یو شمېر یې اوس په قاچاقي لارو اروپا ته پر لار یا د تګ پلان لري.

یو شمېر نور بیا د پورته لاملونو ترڅنګ له انټرنیټ نه ناسمه ګټنه هم د کتاب لوست سره د ځوانانو د مینې د کمېدو لامل یادوي.

دوی وایي، ځوانان اوس د عصري نړۍ پر خیالاتو بوخت دي او همدا لامل دی چې،له دوې زده کړې پاتي او ټولنیزو رسنیو ته یې مخه کړې ده.

بل لورته بیا کابل کې د ځینو خپرندویو ټولنو مسوولان وایي، دامهال ډېری کتابونه په هېواد دننه چاپېږي او د دیني، روان‌شناسۍ او ادبي کتابونو بازار ښه تود دی، خو د فلسفې، حقوقو، سیاسي علومو او اقتصاد اړوند کتابونو پلور تر ۷۰ سلنې پورې راکم شوی.

د نظرخاوندان وایي که حکومت اوس هم له عصري زده کړو سره توپيري چلند پرېږدي او د افغان نجونو پرمخ هم د زده کړو دروازې پرانېږي نو لرې نه ده چې، دا بهیر به ورځ نه بلې ته په غوړېدو شي.

خو په همدې حال کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولان وایي، تېر یو کال کې یې شاوخوا ۱۰۶ عامه کتابتونونه فعال کړي او له ۱۸۰ څخه ډېر عنوانه کتابونه یې ډیجیټلي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...