Homeخبرونهندیم: د اصلاح برخه کې مو د یو شمېر پوهنتونونو جوازونه لغوه...

ندیم: د اصلاح برخه کې مو د یو شمېر پوهنتونونو جوازونه لغوه کړي

تاند (پنج شنبه د غویي/ثور ۲مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم لوګر ته د سفر پرمهال د لوګر په پوهنتون کې له مسوولانو، علماوو، استادانو او محصلانو سره د لیدنې پرمهال د یولړ اصلاحاتو یادونه کړې ده.

ندیم ویلي چې، د رهبرۍ په ملاتړ د خیالي محصلانو ستونزه له منځه وړل شوې او د هغو پوهنتونونو جوازونه لغوه شوي چې یوازې یې د سوداګریز هدف لپاره فعالیت کاوه.

نوموړي محصلان د علمي بنسټونو استازي وبلل او زیاته یې کړه چې باید داسې چلند وکړي چې خلک ترې ښه بېلګه واخلي.

د مالوماتو له مخې، د لوړو زده‌کړو وزیر د خپل سفر پر مهال د لوګر پوهنتون له بېلابېلو برخو او روانو پروژو هم لیدنه کړې ده.

ندامحمد ندیم د محصلانو غوښتنې او ستونزې اورېدلي او د مرستې ډاډ یې ورکړی دی.

1 COMMENT

  1. هر هغه پوهنتون چی د مباح د علم لپاره ډیره هڅه کوی هغه باید وتړل شی او یا په مدرسې تبدیل شی. دا بهترینه لار ده چی پنجاب ته خدمت وکړل شی. لعنت دی پر تاسو جاسوسو شی پدی مردارو ږیر او لنګوټې ـ ښځه دی چی مریضه شی بیا یی په سپین بولدک پاکستان ته اړه وې د خره ځویه څه وخت به سړی شی. د ایران له آخوندانو پند واخلی تر هغه زیاد قوی نیاستې ډیر زر به انشاءالله ورک شی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب