Homeخبرونهاروپايي ټولنې له سېلاب ځپلو سره ۱۳ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې له سېلاب ځپلو سره ۱۳ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه

تاند (پنج شنبه د غویي/ثور ۲مه) اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره ۱۷۵ زره یورو مرسته اعلان کړه.

دغه مرسته کابو ۱۳ میلیونه افغانۍ کیږي.

د رسنیو د راپورونو له مخې دغه مرسته به په بادغیس، فراه، غور، هلمند، هرات، کندهار، لوګر او ارزګان کې شاوخوا ۱۲ زره کسانو ته ورسېږي.

یادې ټولنې نن پنجشنبه په دې تړاو ویلي چې، دغه تمویل به له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د خلکو د نغدي ملاتړ په برخه کې مرسته کوونکی تمام شي.

د اروپايي ټولنې په وینا، په دې مرسته کې به پر سیلاب ځپلو خیمې، کمپلې او د کور نور وسایل ووېشل شي.

سرچینې ویلي چې، په دې مرسته کې د حفظ الصحې کڅوړې، پاکو اوبو ته لاسرسی او لومړني روغتیايي خدمات هم شامل دي.

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بشري مرستو له سترو تمویلوونکو څخه ده. دې ټولنې سږ کال له ۱۶۲ میلیونو یورو څخه زیاتې مرستې د بشري شریکانو لپاره ځانګړې کړې دي.

تر دې وړاندې یې۲۵۰ زره یورو د هغو خلکو لپاره ورکړي وو چې د جګړو له امله بې‌ځایه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

د اپریل ۲۳ مه د یونسکو له لوري د کتاب نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت د ښاغلي شفق د مقالې لوستلو...