تاند (پنج شنبه د غویي/ثور ۲مه) د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ناپېژاندو وسلهوالو د «نېشنل ریسورسز» په نوم د کان کېندنې پر یوه ځایي شرکت برید کړی.
د رسنیو د راپورونو له مخې په دغه برید کې د یوه بهرني وګړي او دوه ځايي امنيتي ساتونکو په ګډون ۹ کسان وژل شوي دي.
دغه برید د بلوچستان ایالت چاغۍ ولسوالۍ مرکز دالبندین ته اړوند داریګون سیمه کې شوی دی.
ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي چې، د یادې پېښې قربانیان دالبندین پرنس فهد روغتون ته لېږدول شوي دي.
یاد شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، تر برید وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د برید ځای کې مېشت ۹۰ سلنه ځايي کارکوونکي دي.
په دغه برید کې د وژل شوي بهرني وګړي د هویت په اړه لا مالومات نه دي خپاره شوي.