Homeخبرونهنن د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د...

نن د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو وړاندوینه شوې

تاند (پنجشنبه د غویي/ثور ۲مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په تازه خبرپاڼه کې ویلي چې، نن پنج شنبه د هېواد په ۲۳ ولایتونو ېک د درنو بارانونو، تندرونو، قوي بادونو او په بېلابېلو برخو کې د سېلابونو  احتمال شته دی.

د دې وړاندوینې له مخې، د نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندز، تخار، بلخ، سرپل، فاریاب، غور، بادغیس، دایکندي، بامیان، غزني، میدان وردګ، لوګر او پکتیا ولایتونه د زیانمنو شویو سیمو په ډله کې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د باران اندازه د ۱۰ او ۵۰ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.

په مرکزي او سویل ختیځو ولایتونو کې د ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کې د قوي بادونو د چلېدو احتمال هم شوی، چې کولی شي په ترانسپورت کې ستونزې او ځینې سیمه‌ییز زیانونه رامنځته کړي.

د طالبانو د هواپېژندنې چارواکو د پورته ذکر شویو سیمو له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د سېلابونو او قوي بادونو د احتمالي خطرونو په وړاندې اړین احتیاطي تدابیر ونیسي او په زیان منونکو سیمو کې له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي.

دا اټکل داسې مهال خپرېږي چې،د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د درې ماشومانو او دوو ښځو په ګډون پنځه تنه مړه شوي دي.

له دې سره یاد ولایت په ولسوالیو کې د ویجاړونکو سېلابونو راپور هم ورکړل شوی دی.د مالوماتو له مخې دغه سېلابونو د خلکو کورونو، څارویو او کرنیزو ځمکو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

د اپریل ۲۳ مه د یونسکو له لوري د کتاب نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت د ښاغلي شفق د مقالې لوستلو...