Homeخبرونهایران سره دوهم پړاو خبرو له پيل وړاندې؛ د امریکا سمندري ځواک...

ایران سره دوهم پړاو خبرو له پيل وړاندې؛ د امریکا سمندري ځواک وزیر استعفا وکړه

تاند (پنج شنبه د غوئي – ثور ۳مه) په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو اترو تر دوهم پړاو پیل وړاندې د امریکا دفاع وزارت د سمندري ځواک د وزیر جان سي فیلان استعفا اعلان کړې ده.

د پنټاګون ویاند شان پارنیل په یوه برېښنالیک کې لیکلي چې فیلان به “سملاسي له پنټاګون کې دنده پرېږدي”.

د نوموړي د استعفا احتمالي دلیل په هکله څه نه دي ویل شوي.فیلان د ۱۳ میاشتو لپاره په دې مقام کې دنده ترسره کړه.

د امریکا د سمندري ځواک لپاره ټاکل شوې د یاد وزارت مرستیال هانګ چاو به د سمندري ځواک راتلونکی وزیر وي.

دا په داسې حال کې ده چې، په پاکستان کې د امریکا او ایران ترمنځ دوهم پړاو مذاکرات په ټپه ولاړ دي.

بل لورته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې شپې ټروت سوشل خواله رسنۍ د پیغام له مخې د ایران امریکا او اسرائیلو ترمنځ اوربند، چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې پر ورځ پای ته ورسېږي، لږ تر لږه دوام لري.

په ورته مهال اسلام اباد لاهم د سولې خبرو لپاره د ایران او امریکا استازو ته هلته د رسېدو لړ کې انتظار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ته / شاعر: علم ګل سحر

غزل/ پروین ملال

څراغ/ اجمل پسرلی