Homeخبرونهسمنګاني: د دولتي کارکوونکو د ۳ واړو مياشتو معاشونه يو ځای ورکوو

سمنګاني: د دولتي کارکوونکو د ۳ واړو مياشتو معاشونه يو ځای ورکوو

تاند:( شنبه، د عقرب نهه ویشتمه) ‏د طالبانو يوه وياند انعام الله سمنګاني ويلي، چې د دولتي کارکوونکو د درېيو مياشتو ( سنبلې، ميزان او عقرب مياشتو) د معاشونو ورکړه نن په يو ځايي توګه پیل شوه.

نوموړي دا خبره نن پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلې او نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان سلګونه زره دولتي کارکوونکي د طالبانو له واکمنیدو وروسته د معاشونو له ځنډ څخه سخت شکايتونه لري.

د دوی په وینا، تر دې حده اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي چې دندو ته د تلو کرايه ورسره نشته او د کورونو د خرڅ تر څنګ له دې پلوه هم ګڼو ستونزو سره لاس و ګریوان دي.

طالبانو مخکې ځينو وزارتونو او ادارو ته د يوې- يوې ( اسد) مياشتې معاشونه ورکړي وو، خو يو شمېر ادارو د هغې مياشتې د معاشونو له نه تر لاسه کولو هم شکايت درلود.

معلومه نه ده، چې اوس به څومره وزارتونو او ادارو ته معاشونه ورکړل شي؟

طالبانو څه موده مخکې د خپلې کابینې په غونډه کې د معاشونو د نوي نورم د تصويب خبر ورکړی و.

روښانه نه ده، چې په نوي نورم کې به د دولتي کارکوونکو معاشونه څومره کم شوي وي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...