یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهصالح: ط بېساری چور پیل کړی، په عامه افکارو کې یې ماتې...

صالح: ط بېساری چور پیل کړی، په عامه افکارو کې یې ماتې خوړلې

تاند:( شنبه، د عقرب نهه ویشتمه) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح طالبان تورن کړي، چې په هېواد کې يې د ظلم او بې قانونۍ تر څنګ چور چپاول هم اوج ته رسولی.

نوموړي د طالبانو په اړه ويلي، چې دوی یې تېرو شلو کلونو کې د يوه مشر د کور په اړه هم کوم مستند فلم جوړ نه کړ او ويې نه غوښتل چې شخصي ژوند یې مسخره کړي.

د هغه په وينا، دوی پر انساني کرامت او درناوي باور درلود او لري.

صالح کيسه کوي، چې يو ځل یو طالب مشر له خپلې کورنۍ سره د سفر پر مهال ونیول شو، خو تر هغې زندان ته يو نه وړل شو، چې کورنۍ يې د هغه په خوښه يوه ځای ته نه وه ليږدول شوې.

نوموړی مني، چې دغه قانون محوره رويه او اخلاق، د جمهوري نظام د کمزورۍ په ټکي بدل شو.

پخوانی مرستیال ولسمشر طالبان تورنوي، چې هیڅ قانون او اصولو ته پابند نه وو او نه دي.

د ده په وينا، طالبانو اوس د خلکو د کورونو چوړ چپاول ته شدت ورکړی او دا کار په دومره شدت سره کوي، چې د سبا ورځې هيڅ فکر ورسره نشته.

د صالح په خبره، د دې وحشي او ظالمې ډلې پر وړاندې له مقاومت پرته بله لاره نشته.

هغه هيله من دی، چې د ده په ټکیو د طالبانو لاسپوڅې او ستمګره ډله، چې اوس يې هم په عامه ذهنیت کې ماتې خوړلې، پوره ماتې خوري.

امرالله صالح په تازه لیکنه کې د يوه افغان ډاکټر په حواله وايي، چې ډېر معالجه کړي طالبان يې شديد معتادين وو او د اعتیاد کچه يې دومره زياته وه، چې د بې هوښۍ هیڅ ډول درملو اغېز نه ورباندې کاوه.

صالح پر طالبانو تور لګوي، چې چارواکي يې په عین حال کې د پولیسو، څارنوال او قاضي ټولو رول لوبوي.

د‌ هغه په خبره، طالبان له مدنيت سره پردي دي او په ډېر وحشیانه ډول به را وپرځول شي.

طالبانو د نوموړي تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

امرالله صالح په وروستيو کې بیا- بيا د طالبانو په اړه ورته لیکنې کوي او خلک ورسره مقاومت ته را بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب