تاند:( شنبه، د عقرب نهه ویشتمه) د طالبانو د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د خصوصي روغتيايي سکتور د ارزونې او څارنې لپاره يې يوه ځانګړې کمېټه ټاکلې ده.
د روغتيا وزارت د خدماتو د مرستیال په توګه د طالبانو ټاکل شوی استازی ډاکټر عبدالباقي عمر وايي، چې د خصوصي روغتيايي روغتونونو او خدمتونو د څارنې لپاره به قوانين او لایحې جوړې او د عملي کیدو چارې به یې وڅارل شي.
دغه طالب مقام يادونه کوي، چې ډېری خصوصي روغتيايي مرکزونه او د نورو روغتيايي خدمتونو وړاندې کوونکي د خدمتونو د کيفيت او قیمت دواړو په برخه کې خپلسرۍ کوي، چې دوی به یې کنټرول او فعاليتونه قانونمند کړي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې پر طالبانو دولتي روغتیايي سکتور ته د نه پاملرنې نیوکې کیږي.
تېره اونۍ د کابل د اندرا ګاندي روغتون رئیس وویل، چې له پینځو میاشتو راهیسې يې کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي او د سون توکيو د نشتوالي له کبله ان د روغتون سلګونه ونې وهل شوي.
د طالبانو يو شمېر منتقدین ادعا کوي، چې طالب چارواکي د څارنې او ارزونې په نوم د خصوصي سکتور مختلفې برخې فشار لاندې راولي او په بېلابېلو بهانو ترې پيسې شلوي.
طالبانو بيا دا ادعاوې رد کړي دي.