چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Home+د افغانستان مشرانو ته / شمیم شاھد 

د افغانستان مشرانو ته / شمیم شاھد 

په افغانستان کې چې څه وشول یا څه کیږي دا د یوې یا دوو ورځو خبره نه ده بلکې د دې لپاره له ډېر وړاندې منصوبه پیل شوې وه. په دې کې څه شک نه شته او نه څوک د دې حقیقت نه انکار کولی شي چې د بریتانوي واکدارانو نه تر پاکستاني چارواکو پورې سامراجی قوتونه افغانستان ته په ښه نظر نه ګوري. د تیرې یوې صدۍ نه زیات وخت نه افغانستان ته د دښمن به نظر کتلی شي او هم دغه وجه ده چې نن افغانستان خپله آزادي د  لاسه ورکړه. د پخوا په شان افغانستان یو واري بیا محکوم شو او د افغانستان جنګ ځپلی ولس بیا مهاجر باتی شو.
دا هر څه څنګه وشو او د دې پړه په چا پورې ده. دا خو د تاریخ په پاڼو کې برسیره شی. خو دا یو حقیقت دی چې د دښمن نه زیات زیان افغانستان ته خپلو وګړو رسولی دی. او دا ځکه چې دوی لیدل چې دښمن چاړه په لاس ولاړ دی خو د افغانستان سیاسی مذهبی قومی مشران سره د استاذانو او پوهانو د صف بندۍ په ځای په تالان بوخت وو.  هر څوک په دې هڅه کې وو چې ډالرې خوندی کړي. دولت جمع کړي او د یو واحد او خوشحاله افغانستان پر ځای افغانستان په وړو وړو ریاستونو  وویشی.
دا یو تریخ حقیقت دی چې د هندوستان د تقسیم نه وروستو یوازی پاکستان ته بلکه ایران او ځینی نورو علاقائی هیوادونو هم یو مستحکم او خوشحاله افغانستان د ځان لپاره خطر ګڼل. او هم دغه وجه وه او ده چې دا ټول ګاونډیو هېوادونو همیشه افغانستان د اور په لمبو سوځیدل غواړي. له بده مرغه د شهید ډاکټر  نجیب الله د اقتدار نه ګوښه کیدو نه وروستو د جهادی مشرانو خپل مینځی اختلافاتو له کبله به افغانستان کې نه یوازی د اقتدار بزکشي پیل شوه بلکه د اقتدار او طاقت په دې بزکشۍ کې افغانستان او ولس تباه او هیواد د بهرنی جاسوسی ادارو تر مینځ د جنګ جګړو به میدان بدل شو. نن څلویښت کاله وروستو هم په افغانستان کې جنګونه تباهي او بربادي دوام لري. نن هم ټول نړیوال هیوادونه او سازمانونه افغانستان د ځان لپاره خطر ګڼي. ګاونډیو هیوادونو په افغانستان کې هغه څه وکړل او کوي کوم چې څوک دښمن سره هم نه کوي.
خو دا هم دیره د بد قسمتۍ خبره ده چې د افغانستان مشران اوس هم تس نهس دی او د سرنوشت نه بې خبره ولس په اور کې سوزی.
د افغانستان د مستقبل په حواله نه یوازی جنګ ځپلی ولس بلکه په ټوله نړی کی امن خوښوونکی وګړی هم حیران او پریشان دی. د افغانستان ټولو سیاسی مشرانو ته پکار ده چی نور چپ پاتی نه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب