جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهفیسبوک او انسټاګرام د ډونالډ ټرمپ پاڼې بندې کړې

فیسبوک او انسټاګرام د ډونالډ ټرمپ پاڼې بندې کړې

تاند(جمعه، د جدې ۱۹) اینسټاګرام او فیسبوک پرون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اکاونټونه د ده د ولسمشرۍ د دورې تر پای ته رسېدو پورې بند کړل.

د ټرمپ د ولسمشرۍ دوره د روانې جنورۍ په شلمه پای ته رسېږي.

فیسبوک د چهارشنبې په ورځ ویلي و چې د ډونالډ ترمپ پاڼه د قوانینو د سرغړونې په خاطر د ۲۴ ساعتونو لپاره بندوي.

اینسټاګرام هم ورته خبره کړې ده. خو د پنجشنبې په ورځ دواړو ټولنیزو شبکو اعلان وکړ چې د ټرمپ پاڼې یا اکاونټونه د نوموړي د ولسمشرۍ د دورې تر پای ته رسېدو پورې بندوي.

د فیسبوک ريیس او موسس مارک زاکربرګ په یوه پیغام کې ویلي«موږ دې نتیجې ته رسېدلي یوو چې د واک لېږد په دې دوره کې زموږ له ټولنیزې شبکې څخه د ولسمشر استفاده ډېر ستر خطر لري.»

ټویټر هم ویلي و، د دونالډ ټرمپ د درو ټویټونو له ډیلیټ یا ړنګولو وروسته د ده ټویټرپاڼه د ۱۲ ساعتونو لپاره بندیږي.

ټویټر دا هم ویلي، که ډونالډ ټرمپ خپل وروستي ۳ ټویټونه، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپاره کړي، ړنګ نه کړي، پاڼه یا اکاونټ به یې په همدې ډول بنده پاتې شي او دا امکان هم شته چې د نوموړي ټویټرپاڼه د تل لپاره بنده کړي.

ډونالډ ټرمپ په دې درو ټویټونو کې خپل پلویان سوله ییزو مظاهرو ته د وربللو ترڅنګ له هغو غوښتي وو چې خپلو کورونو ته بېرته لاړ شي خو ده په عین حال کې په انتخاباتو کې د پراخې درغلۍ ادعا تکرار کړې ده.

د ټویټر پر اساس، دا ټویټونه سبب شول چې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ټرمپ پلویان کانګریس ته ننوځي او تاوتریخوالی پېښ شي.

 اکثره امریکايی رسنۍ په دې باور دي چې ترمپ خپل پلویان پارلولي چې پر کانګریس یرغل وکړي او د امریکا ولسواکي له پوښتنې سره مخامخ کړي.

د امریکا کانګریس پرون (پنجشنبه) د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جو بایډن بری رسماً تایید کړ.

د دیموکرات ګوند کاندید جو بایډن به د جنورۍ په شلمه د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

په واشنګټن کې د کانګریس پر ودانۍ د ډونالډ ټرمپ د پلویانو له یرغله یوه ورځ وروسته پرون ډونالډ ټرمپ ژمنه وکړه چې د جوبایډن حکومت ته به له قاعدې او نظم سره سم واک وسپاري.

ډونالډ ټرمپ به دوې اوونۍ نور هم د امریکا ولسمشر وي.

ده په یوه اعلامیه کې، چې د کانګریس له لوري د جو بایډن او کاملا هریس له تایید کېدو سره په یو وخت خپره کړې، ژمنه کړې چې د جنورۍ په شلمه به نوي حکومت ته واک وسپاري.

ټرمپ په عین حال کې ویلي چې لا هم د انتخاباتو له پایلو سره بشپړ مخالف دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب