جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره د ننګرهار له...

ولسمشر غني د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره د ننګرهار له ولسونو یوه میاشت وخت واخیست

تاند (پنجشنبه د جدي ۱۸) ولسمشر اشرف غني وايي، د ننګرهار د ستونزو د حل اراده لري، ځکه يې پلان جوړ کړی چې سږ کال به دغه ولايت ته درې ځلې سفر وکړي.

ښاغلي غني چې نن یې د یو جګپوړي پلاوي په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر کړی و، یوې ولسي ناستې ته د وینا پر مهال وویل، په لومړي سفر کې يې د خلکو ستونزې واورېدې، دويم سفر کې به يې د حل ډاډ ورکړي او په درېيم سفر کې به خلکو ته عملاً وښيي چې ستونزې يې حل کړې دي.

ننګرهار ته د نوموړي د سفر موخه د دغه ولايت د امنيتي وضعیت او نورو برخو ارزول بلل شوي دي.

اشرف غني د حصارک، شېرزادو او خوږياڼو ولسواليو امنيتي ستونزو د حل لپاره د ۱۲۰۰ ولسي پاڅونوالو د تشکيل او د پوهنې برخې ستونزو د حل لپاره د ښوونکو ۴۰۰۰ بستونو منظوري ورکړه او زیاته یې کړه چې دې برخو ته به لازمه پاملرنه کېږي.

ولسمشر د ننګرهار ولسونو ته په خطاب کې وویل چې یوه میاشت وخت ورکړي، تر څو ورته وښيي چې له دوی سره د کړیو ژمنو له ډلې یې کومه د عملي کېدو ده او کومه نه.

ښاغلي غني زیاته کړه چې د پوهنې په برخه کې له ننګرهار سره دوکه شوې او په دې ناسته کې یې د پوهنې سرپرستې وزیرې ته سپارښتنه وکړه څو ددغه ولایت لپاره د ښوونکو ۴۰۰۰ بستونه ومني.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام وویل، تورخم کې د سوداګرو ستونزو د حل لپاره يې پر دغه ښارګوټي د ۲۰ ميليونه ډالرو د لګښت پلان جوړ کړی او هڅه به وشي چې تر جلال اباد ښار او يا هم تر مومندرې پورې د رېل پټلۍ را وغځول شي.

که څه هم په نننۍ ناسته کې تر ډېره وخت د ولس ستونزو اورېدو ته ورکړل شوي و خو محمد اشرف غني د سولې خبرو ته په اشارې پر طالبانو غږ وکړ چې راشي د ولس په منځ کې ځای خپل کړي او که چېرته ولس پر دوی لاس کېښود، نو دوی یې هم منلو ته تیار دي.

د هغه په وینا که چېرې طالبان له جګړې لاس اخلي او سیاسي لار غوره کوي، نو حکومت او افغان ولس تیار دی چې په تمامه مانا یې په خپل غېږ کې ونیسي.

خو ټينګار یې وکړ چې طالبان باید دا واقعیت ومني چې اوسني افغانستان د ۲۰ کاله پخوا سره ښکاره توپیر لري، ډېر پرمختګ یې کړی او طالبان باید دا واقعیتونه ومني.

ښاغلي غني د اصلاحاتو په اړه هم څرګندونې وکړې او په کې یې پر ولسي جرګه هم نیوکې وکړې، چې له یوې خوا اصلاحات غواړي او له بلې خوا یې پر وړاندې خنډونه جوړي.

هغه د بېلګې په توکه د ولسي جرګې له خوا د بودیجې نه پاس کول یاد کړل ویې ویل، ولسي جرګه په بودجه کې د شپږو میلیاردو افغانیو په ارزښت د داسې پروژو پلي کول غواړي، چې هېڅ سروې او سنجش ورته نه دی شوی.

دغه راز ولسمشر اشرف غني د خپلو خبرو په پای کې وویل چې ولسي جرګه د ملي دسترخوان پروګرام پر وړاندې هم خنډونه جوړوي، په داسې حال کې، چې ولس له لوږې سره مخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب