پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهوسله والو په کابل ښار کې یو پیلوټ وژلی

وسله والو په کابل ښار کې یو پیلوټ وژلی

تاند (پنجشنبه د جدي ۱۸) نامعلومو وسله والو په کابل کې ښار کې د افغانستان د هوايي ځواک د یوه پېلوټ په ګډون دوه تنه ووژل.

د راپورونو له مخې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د خوشال خان مېنې د املاکو د لارښوونې په یوه دفتر کې رامنځته شوې ده.

ویل کېږي په دې پېښه کې د املاکو د لارښوونې خاوند ټپي شوی دی.

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ په کندهار کې هم د مسعود اتل په نوم یو پېلوټ په هدفي برید کې وژل شوی و.

په وروستیو دوو میاشتو کې لسګونه، خبریالان، د مدني ټولنې فعالان او نور کدرونه په هدفي بریدونو کې وژل شوي خو مسؤلیت یې چا په غاړه نه دی اخیستی.

که څه هم د افغانستان حکومت ددغو هدفي وژنو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي، خو یادې ډلې بیا په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دوی په دا ډول بریدونو کې لاس نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...