جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: طالبان د خپلو بادارانو د خوشالولو په خاطر جګړې کوي

امرالله صالح: طالبان د خپلو بادارانو د خوشالولو په خاطر جګړې کوي

تاند (پنجشبنه د جدي ۱۸) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د طالبانو جګړه د دین لپاره نه، بلکې د قدرت لپاره روانه کړې ده او په وینا یې دغه ډله د د پردیو د خوشالولو او ګټو په خاطر خپل خلک وژني او د خاورې په وراني پسې یې رااخیستې ده.

امرالله صالح دغه څرګندونه نن پنجشنبه له ولسمشر غني سره د سفر پر مهال د ننګرهار ولایت په مقام کې یوې ولسي غونډې ته وکړې.

ښاغلي صالح، وویل د نورو ولایتونو خلکو هم قربانۍ ورکړي، خو د ننګرهار او بدخشان خلکو د هېواد د عزت ساتنې په موخه ډېر څه کړي دي.

ده په داسې حال کې د ننګرهار امنیت له پلازمېنې کابل غوره وګاڼه چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې هدفي وژنې زیاتې شوي او ډیری ښاریان په ولایتي ادارې نیوکې کوي چې په خپلو ورسپارل شویو مسؤلیتونو کې پاتې راغلي دي.

نوموړي وویل، د افغانستان دولت او ولس سولې ته ژمن دی، خو زیاته یې کړه چې افغانان د هغې سولې غوښتونکي دي چې باعزته او ګټې یې په کې خوندي وي.

هغه زیاته کړه، په سوله کې به د شهیدانو پر وینو، جمهوریت، بیرغ، ملي ارزښتونو، خلکو او په ځانګړي توګه د ښځو پر حقونو معامله ونه شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال بین الافغاني مذاکراتو ته په اشارې وویل چې طالبان هڅه کوي د سولې خبرې وغځوي، تر څو خپلو اهدافو ته ورسېږي.

امرالله صالح وايي افغان دولت او خلک داسې سوله غواړي چې مشرتابه یې د خلکو د ارادې پر اساس د ټاکنو له لارې وټاکل شي، خو په وینا یې طالبان له دې وېره لري، ځکه دوی له وژنې پرته بل څه نه پېژني.

نوموړي وویل، په هېواد کې د ټولو پېښو مسئول طالبان او د هغوی ملاتړي چې نه غواړي افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي او یوه منظمه اردو ولري.

ده زیاته کړه، طالبان واک ته د رسېدو لپاره جنګېږي او که دغې ډلې د دیني احکاماتو لپاره کار کولی، نو د حکومت مذاکراتي پلاوي سره به یې د قرآن او نبوي سنتو پر اساس بحث کړی وی، نه د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون پر بنسټ.

د ولسمشر لومړي مرستیال وویل، طالبانو په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته دوه میلیارد ډالر زیان اړولی دی او هیله لري چې نور پردیو ته له کار کولو لاس واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب