سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: غني او عبدالله سیاسي هوکړې ته سره نږدې شوي دي

اروپايي ټولنه: غني او عبدالله سیاسي هوکړې ته سره نږدې شوي دي

نوموړي ویلي، په افغانستان کې په اوسنیو شرایطو کې د افغان مشرانو تر منځ یو سیاسي توافق مهمه اړتیا ده.

تر دې وړاندې اروپايي ټولنې ښاغلي عبدالله ته خبرداری ورکړی و چې له سیاسي لانجو لاس واخلي او یو توافق ته ورسېږي چې اوس د اروپايي ټولنې د سفیر ښاغلي مایدون په خبره دواړه مشران یوې مثبتې نتیجې ته رسېدلي دي.

ښاغلی پیري مایدون وايي: (( موږ اورېدلي دي چې د دواړو لوریو خبرې مثبتې خواته نږدې شوې دي، په دې پایله کې به مالکیت له افغانانو سره وي، نړیوال په کې هیڅ ښکیل نه دي، خو زموږ ټینګار د دغې هوکړې پر وخت او ژر تر ژره کېدو باندې دی.))

نوموړی وايي، دوی په دې باور دي چې د دغې لانجې د اوږدېدو لپاره نور وخت نشته، ځکه په وینا یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې ارګ هم له عبدالله سره په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی خو هغه ټولې اوازې یې رد کړې دي چې وايي، حکومت به د عبدالله او غني تر منځ نیم وي او عبدالله ته به ډير صلاحیتونه ورکړل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې ټینګار کوي چې بل د ملي یووالي حکومت به په افغانستان کې نه راځي نه به داسې معامله کېږي چې د خلکو رایې ته سپکاوی وشي.

1 COMMENT

  1. کاشکی دخلکو رایوته چاکتلی دلته خوخلک دی جهادپه نوم یرغمل نیول شوی همدا اوس خلک سوله او یو باثباته حکومت غواړی دی انتخاباتو دی پایلوله اعلان څخه دری میاشتی ووتی او تراوسه مونږ یو حکومت نلرو کله چی دی ناکامی خبرځینوکاندیدانو واوریدهغه وخت بیا دخلکو رایی بهانه شوه او اوس چی دی قدرت لپاره خبره ده دی خلکو رایه ورته اهمیت نلری فقط ددوی قدرت ته رسیدل که په څه پوهیږی او که نه کله چی قدرت کی شریک شی بیا نه خلک وی او نه هم دخلکو رایه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب