پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د وینې لوړ فشار | ډاکټر ش میره‌کی 

د وینې لوړ فشار | ډاکټر ش میره‌کی 

هغه پرېشر يا فشار چې د وينې  په واسطه د رګونو په ديوالونو باندې پرېوزي د وينې د فشار په نوم يادېږي او په دوه ډوله دی.  يو يې لوړ او بل  يې د وينې ټيټ فشار دی.

لوړ فشار (Hypertention) هغه فشار دی چې په رګونو باندې د زړه د راټولېدو له امله رامنځ ته کېږي او ټيټ هغه دی چې د زړه د خلاصېدو په وخت کې په رګونو باندې راځي يعنې هغه وخت اندازه کېږي چې زړه د وينې د داخلېدو لپاره پراخېږي.

په لویانو کې د وينې نورمال فشار ( mmhg ٨٠/١٢٠) ښودل شوی چې يو سلو شل (۱۲۰) يې لوړ نورمال او اتيا (۸۰) يې ټيټ نورمال فشار دی.

د وينې لوړ فشار هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې د وينې د پرېشر اندازه (mmhg ٩٠/١٤٠ ) ته ورسېږي ځکه خو د لوړ فشار نوم هم ورکړل شوی دی.

ځينې وختونه په راز راز روغتيايي دلایلو د وينې فشار له منځنۍ کچې څخه لوړېږي؛ دې حالت ته په طبي اصطلاح کې د وينې لوړ فشار (هايپرټينشن) وايي.

دا حالت د دې لامل کېږي چې زړه له خپل عادي او نورمال حالت څخه په ګړندۍ توګه فعاليت وکړي، کېدای شي له خپل توانه زيات فعاليت يې دنده ټکنۍ کړي او په بدن کې د يو شمېر ناخوالو لامل وګرځي، يا په بله مانا:

که د وينې لوړ فشار ژر کنترول نه شي او درملنه يې په خپل وخت کې ترسره نه شي د زړه د درېدو او له فعاليته د غورځېدو لامل کېږي.

د وينې لوړ فشار هغه ناروغي ده چې هميشه يې د انسان له ژوند سره لوبه کړې او په ډير کم وخت کې یې د مرګ تر کومې رسولې دي.

که چېرته يې په لومړيو څو دقيقو کې درملنه ونه شي او کنترول نه کړای شي د بدن بيلا بيلې برخې او سيستمونه تر خپل تاثير لاندې را ولي، چې تر ټولو ناوړه اغېزه يې په زړه، پښتورګو او دماغو باندې ده.

زړه، دماغ او پښتورګي د انسان په بدن کې له هغو اړینو او کارنده اورګانونو څخه دي چې په درېدلو او د دندې په له منځه تلو سره يې انسان کېدای شي ډېر ژر خپل ژوند له لاسه ورکړي او ورځنۍ چارو ته يې د پای ټکی کېښودل شي.

که څه هم تر اوسه پورې معلومه نه ده چې په لوړفشار باندې د اخته ناروغانو او يا د هغو کسانو شمېر چې د دې خطرناکې ناروغۍ له امله په کال کې خپل ژوند له لاسه ورکوي څو دئ؟ خو په دې وروستيو کې روغتيايي څېړنو ښودلې چې په نړۍ کې روغتيايي کارکونکي په خپلو کلينيکونو کې په احتمالي ډول د وينې په لوړ فشار د اخته ناروغانو په شمېر کې د زياتوالی خبر ورکوي.

لکه څنګه چې ورته اشاره وشوه که چېرته د وينې لوړ فشار په ناروغانو کې په لومړيو څو دقيقو کنټرول نه شي، ممکن  ډير ژر د اخته کس د مړینې سبب شي، له دې کبله خو د طبي علومو پوهانو ورته (Silent killer ) يا  پټ وژونکې ناروغي بللې ده.

روغتيا پوهان د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره سپارښتنه کوي چې د ټولنې وګړي دې په منظمه توګه فزيکي فعالیتونو په ترسره کړي تر څو يې په خپل بدن کې له دې ناروغۍ سره سره د ځېنو نورو ناروغيو کنترول او مخنیوي هم کړی وي.

د لوړ فشار لرونکو کسانو ته ښايي، چې د توان ترحده په خپلو پښو وګرځي، له ډېرو غوړو او مالګین خوړو څخه پرهېز وکړي او پر ځای یې تازه مېوي او سبزيجات وخوري، په منظمه توګه بايد له خپل ډاکټر سره وخت ناوخت مشوره وکړي.

د دې لپاره چې د دې پټې وژونکې او مرموزې ناروغۍ له بدو پايلو او عواقیبو مو ځان ژغورلی وي پکار ده چې د پيژندنې لپاره يې لږ تر لږه په هر دوو کلونو کې يو ځل په ځانګړی ډول هغه کسان چې عمر يې له څلوېښت کلنۍ څخه زيات وي، زيات وزن ولري خپل د وينې فشار وګوري ترڅو په ياده ناروغۍ باندې د اخته کېدو مخه يې نيولې وي او د دې ناروغۍ له عواقبو يې ځان ژغورلی وي.

د وينې لوړ فشار د سرخوږي، سر ګنګسېدا او په ليدلو کې د ستونزې د راپيدا کېدو لامل ګرځي خو په ډېرو پيښو کېدا نښې نه را څرګندیږي، همدا لامل دی چې زيات کسان خپل فشار هم نه ګوري ځکه خو ډېر کله د وينې د لوړ فشار درملنه هم په خپل وخت مخکې له مخکې نه کېږي.

یاده دې وي چې تر پنځه نوې سلنه زياتو پېښو کې د وينې د لوړ فشار لاملونه نه وي څرګند خو په پاتې پنځه سلنه پيښو کې يې لامل پيژندل کېږي لکه د پښتورګو د فعاليت غير عادی کېدل، په ادرېنال غده کې د تومور را منځته کېدل او يا د زېږېدو له وخت څخه د زړه د شريان بندوالی چې په دا شان حالاتو کې کله چې د وينې د فشار د لوړېدو اصلي لامل او جرړه له منځه يوړل شي، د وينې لوړ فشار بيرته خپل عادي حالت ته را ښکته کېږي.

ځینې مهم لاملونه لکه د وزن زياتوالی د سګريتو څکول په وينه کې د کولسترولو د اندازې لوړېدل او د شکرې ناروغۍ د وينې د لوړ فشار د منځ ته راتلو لاملونه دي چې په نتېجه کې يې د زړه د دریدو خطر څو ځلې زياتيږي.

که چېرته د چا فشار له نورمال حد څخه زياتېږي او يا هم د لوړ فشار دوره پرې کله راغلې وي درملنه يې په څه شي نشې کېدای پرته له دې چې د ژوند سالمه لار غوره کړي دا يوازینۍ لاره ده چې د وينې د فشار په عادي او نورمال ساتلو کې مرسته کوي.

د وينې د فشار د نورمال ساتلو لپاره د ژوند سالمه لار طبي کتابونو او روغتيا پوهانو په لاندې ډول ياده کړی ده.

ـ د سګريټو له څکولو څخه بايد ځان وساتئ.

ـ د بدن وزن بايد کنترول کړئ او لږ تر لږه په ورځ کې درې ځله د شلو دقيقو په مخه ورزش وکړئ.

له حیواني غوړ  او مالګينو خوړلو څخه دې ډډه وکړئ.

ـ که روحي اندېښنې لرئ د ليرې کولو هڅه يې وکړئ او په اړه يې له ډاکټرانو سره مشوره وکړئ.

د وينې د لوړ فشار د درملنې يا د دې ناروغۍ له بدو پايلو د ځان ساتلو په موخه په کار ده چې د زړه  متخصص ډاکتر او یا د طب د داخلې د څانګې له متخصص ډاکتر سره مشوره وکړئ، کېدای شي د درملو په توصيه کولو هم درملنه وکړئ.

خو بايد ټينګار وشي چې د دې ناروغي له خطراتو څخه د ساتنې په موخه د ژوندانه د سالمې او ګټورې لارې څخه چې پورته یې يادونه وشوه کار واخستل شي.

د لوړ فشار له امله ګوزڼ (فلج) 

د وينې د لوړ فشار له امله په بدن کې د راپورته شويو ستونزو له جملې څخه يوه هم د ګوزڼ منځ ته راتلل دي، لوړ فشار ډير کله وګړي له مرګ او يا هم له ګوزڼ سره مخ کوي.

پورته يادونه وشوه چې د وينې فشار د لوړېدو وېره په ځانګړې ډول په هغو کسانو کې چې عمر يې له پنځه څلوېښت کلنۍ څخه لوړ وي زياته ده.

 په اخته کسانو کې د زړه په حملې برسېره ډير کله د خولې د کوږوالي، د لاس او پښو د دندې د له منځه تلو سبب کېږي، کله يې له امله د سترګو لید (دید) هم کمېږي.

د وينې لوړ فشار له نورو غړو سره سره تر ټولو بد تاثير په اعصابو هم لري دا تاثير د دې لامل ګرځي چې د اخته کسد بدن د يوې برخې حس يا د دواړو برخو حس له منځه ولاړ شي.

د وينې د لوړ فشار له امله د عصبي نظام فعاليت کمزوری او خراب شي چې په نتېجه کې د ټول بدن يا د بدن يوهغړی او نورو برخو رامنځ ته کېږي.

که د ټول وجود فلج رامنځ ته شي جنرال پارالايسيس، که د بدن د پورتنۍ برخه وي هیمي پليچيا، که د بدن د ښکتنۍبرخې وي پراپليچيا او که يوازې مخ يا د مخ يوه برخه فلج شوې وي ورته في شي ايل پارالايسيس ويل کېږي.

د پوليو او ګوزڼ يا د فشار له امله د رامنځ ته شوي فلج او پوليو تر منځ فرق دا دی چې پوليو معمولاً له پنځو کالو ښکته ماشومان ګواښي او ګوزڼ په هغو کسانو کې منځ ته راځي چې عمر يې له پنځه څلويښت کلنۍ څخه لوړ وي او د لوړفشار حملې پرې راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...