تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۶ مه) د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې نن (دوشنبې) د واورې او باران د اورېدو وړاندوینه کړې ده.
دې ریاست پرون (یکشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کونړ، نورستان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، بامیان، غزني، زابل، ارزګان، دایکنډی، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، بغلان، پروان، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونه کې به د دوشنبې په ورځ نسبتاً درنه واوره او یا تېز بارانونه واوري.
دې ادارې په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستۍ اوونۍ د سختو واورو او ورښتونو په نتیجه کې لږترلږه ۶۱ تنه مړه او لسګونه تنه ژوبل شول. همداراز تر ۴۵۰ ډېر ګکورونه بشپړ ویجاړ یا زیانمن شول.
په افغانستان کې د وروستیو ورځو واورې په تېرو څو کلونو کې بې ساري بلل شوي خو لا هم څرګنده نه ده چې د وچکالۍ له کمېدو سره به لازمه مرسته وکړي او که نه.
د واورو او بارانونو څپه په داسي حال کې افغانستان ته راغلې چې سږ کال له ګاونډیو هیوادونو سلګونه زره کډوال راشړل شوي او ډیری یې سرپناه نه لري.