Homeخبرونهپه لیبیا کې یوه پلورنځي ته اخیستې سودا ۱۶ کاله وروسته ورسېده

په لیبیا کې یوه پلورنځي ته اخیستې سودا ۱۶ کاله وروسته ورسېده

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۶ مه) د لیبيا په پلازمېنه طرابلس کې د موبايل ټېلیفون یوه پلورنځي، هغه نوکیا موبایلونه تازه ترلاسه کړل چې چې ۱۶ کاله پخوا یې د رانیولو فرمایش ورکړی و.

د دوکاندار نظار صالح په وينا، په ۲۰۱۱ کال کې په هیواد کې د کورنۍ جګړې او سياسي بې‌ثباتۍ له امله دا موبایلونه، چې اوس لاس ته ورغلي، په ګودامونو کې بند پاتې شول.

دی همداراز وايي چې دا ټېلفونونه یې بیخي هېر شوي وو، خو اوس چې یې لاس ته راوړي داسي دي لمه کوم سوعات چې ورکړل شوی وي.

سږ کال، يعنې په ۲۰۲۶ کې، دا موبايلونه په سالم حالت کې ورسېدل، چې دوکاندار يې د خلاصولو پر مهال ډېر حيران شو.

 دا زاړه د نوکيا ماډلونه وو، چې د نن ورځې د ځیرک (سمارټ) ملفونونو په زمانه کې تاريخي توکي (نوادراتو) ګڼل کېږي.

په ويډيو کې ښکاري چې دوکاندار او پېرېدونکي د موبايلونو په ليدو خاندي او ټوکې کوي، او دا پېښې ته په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر پام اوښتی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...