دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورد (ژوند) کتاب چاپ شو

د (ژوند) کتاب چاپ شو

ژوند؛

په افغانستان کې ارواپوهنې ته نوې کتنه

ارواپوهنه هغه ځوان او نوی علم دی چې له پرلپسې هڅو وروسته کرار کرار د خلکو شوق له دې علم سره ډېریږي او ورځ په ورځ د انسانانو په ژوند باندې خپل سیوری غوړوي، ارزښت یې ډېريږي او د خلکو پام ځان ته را اړوي دا چې ارواپوهنه بېلابېلې څانګې لري همداسې د هر هېواد او کلتور ارواپوهنه هم توپیر کوي یاني د اسلام آباد ارواپوهان له تهران او د استانبول له هند سره همدارنګه د آسیا له اروپا او د اروپا له امریکا سره ځمکه او آسمان توپیر کوي په ځانګړي ډول هغه مهال چې د یادو ارواپوهانو چارې د کورنۍ ارواپوهنې او ټولنیزو مسایلو په برخه کې وي.

د یوه علم په توګه ارواپوهنه خپل ځانګړي اصول، قوانین او تګلارې لري چې د ټولې نړۍ ارواپوهان باید ورڅخه پیروي وکړي خو هغه څه چې په ټولو اصولو کې ډېر د پاملرنې وړ دی په یوه ټولنه کې شته کلتور، ارزښتونه، ناخوالې، دفاعي میکانیزمونه او غبرګونونه دي.

“ژوند” کتاب د پینځو بېلو خو یو بل سره اړوندو موضوعګانو لرونکی دی چې په پینځو څپرکو کې ځای پرځای شوی دی کوم څه چې په دې کتاب کې یې لولئ په ارواپوهنه کې زموږ د یوې لسیزې څېړنو، تجروبو، مطالعو، کار او فعالیت څخه استازیتوب کوي.

د “ژوند” کتاب لومړۍ برخه “کوژدې او وادۀ” ته ځانګړې شوې په دې څپرکي کې په داسې موضوعاګانو بحث شوی چې زموږ هېواد کې ډېر لږ تمرکز پری کیږي او زرګونه ودونه له پېژندنې، خبر او د واده معیارونو ته له پاملرنې پرته کیږي.

د کتاب په دویمه برخه کې د “ګډ ژوند” په اړوند خبرې شوي ځکه ډېری جوړې ددې مسلې لۀ اصلي مانا سره بلدې نه دي او همدا ناپوهۍ د جوړو تر منځ د بېلابېلو ستونزو لامل شوی دی.

د کتاب درېیم څپرکی د “جنسي اړیکو” په اړوند دي، هغه بحث چې زموږ په ټولنه کې حرام دی او د شرم په سترګه ورته کتل کیږي خو په دې کتاب کې یې پر جزیاتو خبرې شوي دي.

“کورنۍ” هغه موضوع ده چې ددې کتاب په څلورم څپرکي کې ځای پرځای شوې ده. کورنۍ، د انسان روزنې او انساني ژوند لومړنۍ زانګو ده او دا چې څنګه کولی شو یوه روغه کورنۍ ولرو، هغه مسله ده چې په نننۍ نړۍ کې په یوه کړکېچ اووښتې ده چې په دې څپرکي کې یې په اړوند ټینګ او بنسټیز بحث شوی دی.

د کتاب پینځم څپرکی ماشومانو پورې اړوندو مسایلو ته ځانګړی شوی دی. زموږ هېواد کې د ماشوم د ودې ستونزو او ددغه پړاو د څرنګوالي په اړوند پوهې او مالوماتو ته ډېره اړتیا لیدل کیږي په دې کتاب د یادو موضوعګانو په اړوند ډېر څه لوستلی شئ.

په اخیر کې له خپلو ملګرو هر یو  فهیم کریم، رویا زماني، محمد جواد تیموری، عبدالجلیل امرخېل، حمیده کریمي او فریدون عظیمي څخه د زړه له کومې مننه کوم، چې د کتاب په چمتو کولو کې یې هېڅ ډول مرسته ونه سپموله او زه ورته د ژوند په ټولو چارو کې بریاوې غواړم.

په درناوي

شرف الدین عظیمي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب