دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکلتورپه لندن کې د ايمل پسرلي لمانځغونډه

په لندن کې د ايمل پسرلي لمانځغونډه

د ویست لندن پوهنتون محصلانو د افغان ژورنالیست او لیکوال ایمل پسرلي د کارونو او هڅو د ستاینې او یادونې په پار د نومبر په ۳۰ مه نېټه غونډه وکړه.

په دې غونډه کې، چې د لندن ښار په لوېدیځ کې د افغانانو د ټولنې په تالار کې جوړه شوه،  لسګونو لندن مېشتو افغانانو برخه اخیستې وه.

غونډې ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني او مخکیني ولسمشر حامد کرزي پیغامونه ورلېږلي وو. د ولسمشر اشرف غني لیکلی پیغام په لندن کې د افغان سفارت دیپلومات نوید نورمل ولوست.

په دې پيغام کې ولسمشر غني ویلي«د خوشحالۍ ځای دی چې د تکړه لیکوال او ژورنالیست ایمل پسرلي د خدمتونو د قدردانۍ په ویاړ غونډه جوړېږي. موږ د وفات شویو شخصیتونو د یاد غونډو دود پاللی دی خو دا لا ښه خبره ده چې ژوندي شخصیتونه ولمانځل شي. ایمل پسرلی لا ځوان دی او د ډېرو نورو هڅو تمه ورڅخه کېږي خو د ده هغه څه هم په ډېر څه ارزي چې تر اوسه یې کړي دي. د ده نالونه، لنډې کیسې، ډرامې، د افغانستان په اړه لیکنې، د ژورنالیزم د زده کړې په اړه څېړنې، ژورنالیستیک فعالیتونه، د افغانستان د تاریخ د معرفي په باره کې هڅې او نور کوښښونه د ډېرې ستاینې وړ دي.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې غونډې لپاره ویدیويي پيغام لېږلی و. په دې پیغام ګې چې څلور نیمې دقیقې دی، ښاغلي کرزي ویلي چې ایمل پسرلی له ډېره وخته پېژني، دی نه یوازې په خپله تکړه لیکوال او ژورنالیست دی بلکې د افغانستان د یوه لوی لیکوال، شاعر او فرهنګپال اروښاد استاد صدیق پسرلي زوی هم دی.

ښاغلي کرزي د ویست لندن پوهنتون محصلان ستایلي چې دا ډول غونډه یې جوړه کړې او ویلي، په دې ورځ چین ته ځي که نه نو هیله یې دا وه چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې وای.

مخکیني ولسمشر د ایمل پسرلي د کتابونو په یادولو کې په ځانګړي ډول د نولسمې پېړۍ افغانستان د برتانیا له سترګو یاد کړ او ویې ویل دغه اثر یې ډېر مهم دی.

د غونډې د تنظیموونکو په مشرۍ عبدالله میاخېل د اوسني او مخکیني ولسمشر له پيغامونو مننه وکړه او ویې ویل چې دې ډول غونډې ته یې له ډېره وخته لېوالتیا لرله خو ایمل پسرلي ورسره نه منله.

ده له ټولو ښاغلیو او اغیلو چې دې غونډه کې یې برخه اخیستې مننه وکړه. په دې غونډه کې د نورو افغاني ناستو خلاف نه یوازې د ښځو ونډه د پام وړ وه بلکې ګڼې ویناوالې هم مېرمنې وې.

شفیقې خپلواک له کابله د تیلیفون په کرښه خپله مقاله واوروله چې د ایمل پسرلي پر یوې لنډې کیسې یې لیکلې وه.

خبریالې او لیکوالې نجیبې لېمې د ایمل پسرلي پر خبریالۍ او پر لید لوري خبرې وکړې او ویې ویل چې تل یې د وطن په ګټه فکر کړی او نور یې هم ورته هڅولي دي.

کیسه لیکوال وکیل شینواري د ایمل پسرلي پر داستاني اثارو اوږدې خبرې وکړې او ویې ویل ښايي په پښتو کې بل لیکوال دومره ډېرې لنډې کیسې نه وي لیکلي.

ښاغلي شینواري همدارازوویل چې ده له ایمل پسرلي غوښتي و چې د داستاني اثارو د مخکتنې غونډه باید ورته جوړه شي خو چمتووالی یې ورته نه ښود.

د غونډې بله وینا واله د بي بي سي پښتو تلویزیون ستورې ثنا ساپۍ وه. اغلې ساپي وویل«ایمل پسرلی یو له ډېرو کمو افغانو سړیو دی چې د ښځې په نوم، تعلیم، کار او ټولنه کې پر ونډه نه شرمېږي. هغه څه چې خپلې مېرمن فرېبا، لور شپنې او خور نازو ته غواړي ما او بلې هرې افغانې ته یې هم غواړي.»

تکړه او خلاق خبریال عبدالله نظامي د خبریالۍ په ډګر کې د ایمل پسرلي پر کار رڼا واچوله او ویې ویل چې ایمل پسرلي د بي بي سي پښتو وېبپاڼه  پيل کړه او په تلویزیون کې یې تل پر داسې مسایلو د رپوټ غوښتنه کړې چې پخوا په پښتو تلویزیوني خبریالۍ کې دا ډول مسایل نه و.

ښاغلي نظامي زیاته کړه چې خپله دی، ثنا ساپۍ او د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون اوسنی ریس اسماعیل میاخېل هغه کسان دي چې ایمل پسرلي روزلي دي او تل یې همکاري ورسره کړې ده.

د پښتونخوا سیاسي فعالې درخانۍ په خپلو خبرو کې د دغه ډول غونډو د لا ډېرو جوړېدو هیله وښوده. هغې د غني خان څو شعرونه هم ولوستل.

ورپسې ښاغلي کامه وال خپلې خاطرې یادې کړې چې کلونه پخوا یې ایمل پسرلی په لندن کې لیدلی و او ویې ویل چې ایمل پسرلي ډېر کیسه لیکوال هڅولي دي او د ده د لنډو کیسو پر یوې ټولګې یې هم سریزه لیکلې ده.

د غونډې وروستۍ وینا واله اغلې ثمر پوپل وه چې ایمل پسرلي ته یې د ګلانو ګېډۍ ورکړه او یوه څلوریزه یې ورته وویله.

د غونډې اناونسر خبریال سپين تڼی و. هغه په پای کې ایمل پسرلی وروغوښت چې خبرې وکړي او بیا د غونډې د برخه والو پوښتنې ځواب کړي.

ایمل پسرلي په لنډو خبرو کې له ټولو مننه وکړه او ویې ویل چې د لیکلو لپاره وخت یې اصلآ د مېرمنې فرېبا، لور شپنې او زوی برمل وخت دی. هغه وخت چې باید دی له دوی سره تېر کړي په هغه وخت کې لیکل کوي. ده وویل ډېر کله یې خپلې کلنۍ رخصتۍ د لیکلو لپاره بېلې کړې دي.

1 COMMENT

  1. که د پروګرام ویډیو یې وي په تاند او یوټیوب یي خپره کړۍ چې نور خلک هم وپوهیږي چې خلکو څه ویلي او د ایمل پسرلي د شخصیت او علمیت په هکله وپوهیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب