جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت د تورو ښیشو موټرونو پر تګ راتګ کلک...

د کورنیو چارو وزارت د تورو ښیشو موټرونو پر تګ راتګ کلک بندیز ولګاوه

تاند (یکشنبه، د جوزا۱۷) د کورنو چارو وزارت وايي، سر له نن (یکشنبې) څخه د تورو ښیښو شخصي او دولتي موټرو ته په پلازمېنه کابل کې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت پرون (شنبه) ناوخته اعلان وکړ چې سر له نن څخه به دغه راز بې اسنادو موټرو، زغرګاډو (زغروالو موټرو) او بې جوازه موټرو ته هم اجازه نه وي.

د دغه وزارت بر اساس د موټرو په باډۍ یا شاتنۍ برخه کې د ساتونکو کښېنول او په غیررسمي وخت کې د دولتي موټرو ګرځېدا منع ده.

د کورنیو چارو وزارت تر دې پخوا هم په ځلونو د تورو ښیښو پر موټرو او د غیرقانوني وسلو په لرلو بندیزونه لګولي خو تراوسه پورې د دغه وزارت اوامر د دې لپاره عملي شوي نه دي چې د ولسی جرګې د ځینو غړیو په شمول زورواکان دا ډول مقررات نه رعایتوي.

د کورنیو چارو وزارت د پخوا په څېر ویلي چې د تازه اعلان شویو مقرراتو د سرغړونکو په وړاندې به جدي اقدامات وشي.

دغه وزارت نه دي ویلی چې څه ډول اقدامات به وکړي.

ځینې ښاریان وايي چې د تورو ښیښو او بې نمبرپلېټه موټرونو تګ راتګ او د بې جوازه وسلو ګرځول په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د ناامنۍ او تښتونو لپاره لار هواره کړې ده.

1 COMMENT

  1. دا اعلانونه چا ته کوی؟
    د خیر خانه او خوشحال مینه او دشت برچی سخه د شروع وکری او مستقیما د رسمی قمار خانو ته (د وکیلانو تبیله او د سناتورانو تبیله) مخی ته د ودریگی او کار د شروع کری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب