جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد چین سفیر: په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت نه منو

د چین سفیر: په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت نه منو

تاند (یکشنبه، د جوزا۱۷) په افغانستان کې د چین سفیر وايي، هیواد به یې هیڅکله د طالبانو امارت په رسمیت ونه پېژني.

د چین سفیر وانګ یو د شنبې په ورځ په افغانستان کې د اسلامي جمهوري نظام او د سولې د پروسې د ملاتړ د څرګندولو په ترڅ کې وویل «پیکینګ د طالبانو امارت په رسمیت نه پېژني.»

ده همداراز وویل، چین په افغانستان کې د جمهوري نظام، او په دغه هیواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت د ټینګښت لپاره د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړېدو ملاتړ کوي.

د چین سفر دا هم وویل چې هیواد یې د بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي او د طالبانو امارت په رسمیت نه پېژني.

د چین د سفیر دا څرګندونې له دې کبله مهمې دي چې پیکینګ له اسلام اباد سره خورا نژدې اړیکې لري.

تېره اوونۍ اروپايي اتحادیې هم ویلي و چې په راتلونکې کې به له افغانستان سره د دې ټولنې مرستې له دې سره تړلې وي چې په افغانستان کې جمهوري او انتخاباتي نظام او د تېرو ۱۹ کلونو بریاوې خوندي پاتې شي او اسلامي امارت رامنځته نه شي.

خو طالبانو د اروپايي اتحادیې د دې دریځ په وړاندې غبرګون وښود او ویې ویل چې تپل شوي نظامونه تل په افغانستان کې د جګړې د دوام سبب شوي او افغانان دا ډول نظامونه او حکومتونه نه مني.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پخوا ویل چې د دې لپاره جګړه کوي چې بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي او که بهرنی پوځیان ووځي له نورو افغانانو سره ستونزه نه لري خو راپورونه ښيي چې د فبرورۍ له ۲۹ وروسته، چې طالبانو په دوحه کې له امریکا سره موافقه لاسلیک کړې، دې ډلې د کوچني اختر له ۳ ورځو پرته تر بل هر وخت پر افغان ځواکونو زیاتې حملې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب