دوشنبه, مې 6, 2024
Homeجنرال وزیريد تاریخ پاڼه| عیاران

د تاریخ پاڼه| عیاران

جنرال دولت وزیري

وايي یعقوب لیث صفاري د زرنج په ښار کې د یوه مسګر شاګرد و. د کار ورځنۍ مزدوري يې نیم درهمه وه. کله چې مړ شو، له ده څخه څلور میلیونه دیناره (پنځوس میلیونه درهمه) لس زره خره، پنځه زره اوښان، په ډیر شمیر اسان، په زیات شمیر منقول او غیر منقوله شتمنې او اسباب پاتي وو.

دی یو میړنی(عیار) و، ده د عیاشۍ او ځان غوښتنې ژوند نه خوښاوه، مخکې له دې چې واک ته ورسیږي، هر څه به يې چې لاس ته راوړل پر خپلو ملګرو به يې وېشل.

د احیای الملوک په تاریخ کې لیکي:

«دی یو ځل د سیستان له ځوانانو سره یو ځای ناست و او پر مختلفو موضوګانو يې خبرې کولې. په مجلس کې یوه وویل: د اطلس د ټوکر کالي مې ډیر خوښیږي، بل ځوان وویل: داسې کور مې خوښیږي چې له ګلانو ډک وي، بل انډیوال يې زیاته کړه چې د رومیانو د تاج په شکل تاج سره مینه لرې، بل یار يې وویل: چې صاف او سره شراب ورته ډیره مزه ورکوي.

کله چې د یعقوب لیث وار راورسیده ده وویل: زغري ډیر ښه لباس دی، د جګړې ډګر مې ډیر خوښیږي. د دښمنانو وینې ډیر ښه شراب او د نږدې لاندې سیوری د ټولو ښه سیوری دی. ده زیاته کړه، ډیر ښه ځوانان هغه ځوانان دي چې مبارز او جنګیالي وی.»

دی د سیستان د والي صالح بن نصر په لښکرو کې شامل شو، وروسته د همدغو لښکرو سپاه سالار وټاکل شو او ده په 860 زیږدیز کال د پاچاهي اعلان وکړ.

ده په مختلفو جګړو لکه په کابل، بامیان، بلخ، سند، هرات، کرمان، نیشاپور کې ګډون وکړ او د ګرګینانو ټولې سیمې يې ونیولې او ټول ایران يې د خپل دولت برخه کړه.

وايي، ده ساده ژوند درلود او د اتلس کلنې پاچاهۍ وروسته مړ شو.

ده غښتلي اردو جوړه کړې وه. په هرو درېیو مياشتو کې به يې پر خپلو سرتيرو تنخوا ویشله.

د تنخوا په ورځ به ده د هر سرتیري وسله او اس کتلو، بيا به يې تنخوا ورکوله. خپله به يې هم تنخوا په همدې ورځ د عارض (د جنګ وزیر) څخه تر لاسه کوله. دې په خپله يو میړنی یا عیار و، له دې کبله د ده د ګارډ ټول سرتیري به عیاران وو.

یادونه:

هیله ده د یوه عیار په څیر په دې سختو کرونايې حالاتو کې د بیوزلو لاسنیوی وکړو او خپل اسلامي، انساني او افغاني مسئوليت په ښه توګه تر سره کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب