یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهجاوید فبصل وايي، د طالب بندیانو خلاصون د تشدد له کمېدا سره...

جاوید فبصل وايي، د طالب بندیانو خلاصون د تشدد له کمېدا سره تړلی

تاند (شنبه، د جوزا۱۶) د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه راپور رد کړ چې ګنې حکومت د طالبانو زر تنه نور بندیان هم خوشي کوي.

د ملي امنیت شورا ویندوی جاوید فیصل نن (یکشنبه) رسنیو ته وویل چې حکومت د ټولټال ۳ زره طالب بندیانو د خلاصون په اړه پر خپله پخوانۍ ژمنه ولاړ دی.

ده وویل، تراوسه پورې څه کم درې زره طالب بندیان خوشي شوي او پاتې به یې هم ژر خوشي شي.

فصیل په عین حال کې وویل، د نورو طالب بندیانو د خلاصون مسله د طالبانو له لوري د تاوتریخوالو له کمېدو سره تړلې ده.

پرون د افغانستان د ملي امنیت شورا سرچینو ویلي و چې د طالبانو له لوري د یو شمېر افغان امنیتي ځواکونو له خلاصونه وروسته یې پرېکړه کړې چې ډېر ژر ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشي کړي.

د افغانستان حکومت د طالبانو ۱۰۰۰ نور بندیان خوشي کوي

د امریکا او طالبانو د موافقې له مخې، ټاکل شوې وه چې طالبان د حکومت زر تنه او حکومت د طالبانو ۵ زره تنه بندیان خوشي کړي.

د طالبانو یو پلاوی اوس په کابل کې دی چې د طالب بندیانو د خلاصون د بهیر څارنه وکړي.

د یو شمېر کتونکو په باور د بندیانو تبادله د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو په لار کې خنډ او پلمه پای ته رسوي نو ځکه مهمه ده چې دا پروسه ژر بشپړه شي او د دایمي سولې لپاره خبرې پیل شي.

له طالبانو سره د امریکا د فبرورۍ د ۲۹ نېټې موافقې په افغانستان کې سولې ته هیلې غوړولي خو د ډېرو کتونکو په باور د امریکا او طالبانو موافقه په امریکا کې هم ډېر مخالفان لري نو پکار ده چې افغانان له رامنځته شوي فرصته استفاده وکړي او ژر تر ژره په خپل منځ کې د پخلاینې لپاره خبرې پیل کړي.

د دوی په نظر تر خبرو وړاندې پکار ده چې ښکېلې خواوې تشدد کم کړي څو اعتماد رامنځته شي او د خبرو اترو په ښه فضا کې موافقې ته ورسېږي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی چې له افغان مشرانو سره د بندیانو پر تبادلې او د سولې په راتلونکو پړاوونو خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب