یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد افغانستان حکومت د طالبانو ۱۰۰۰ نور بندیان خوشي کوي

د افغانستان حکومت د طالبانو ۱۰۰۰ نور بندیان خوشي کوي

تاند (شنبه، د جوزا۱۶) د افغانستان حکومت وايي چې ۱۰۰۰ تنه نور طالب بندیان به خوشي کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا نن وویل چې د طالبانو له لوري د یو شمېر افغان امنیتي ځواکونو له خلاصونه وروسته یې پرېکړه کړې چې ډېر ژر ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشي کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د ویندوی جاوید فیصل پر اساس، تراوسه پورې د افغانستان حکومت د ولسمشر اشرف غني د دوو فرمانونو پر اساس ۲۷۱۰ طالب بندیان خوشي کړي دي.

د امریکا او طالبانو د موافقې له مخې، ټاکل شوې وه چې طالبان د حکومت زر تنه او حکومت د طالبانو ۵ زره تنه بندیان خوشي کړي.

په پام کې ده چې طالبان هم د حکومت ۴۰۰ بندیان خوشي کړي.

د طالبانو یو پلاوی اوس په کابل کې دی چې د طالب بندیانو د خلاصون د بهیر څارنه وکړي.

د یو شمېر کتونکو په باور د بندیانو تبادله د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو په لار کې خنډ او پلمه پای ته رسوي نو ځکه مهمه ده چې دا پروسه ژر بشپړه شي او د دایمي سولې لپاره خبرې پیل شي.

له طالبانو سره د امریکا د فبرورۍ د ۲۹ نېټې موافقې په افغانستان کې سولې ته هیلې غوړولي خو د ډېرو کتونکو په باور د امریکا او طالبانو موافقه په امریکا کې هم ډېر مخالفان لري نو پکار ده چې افغانان له رامنځته شوي فرصته استفاده وکړي او ژر تر ژره په خپل منځ کې د پخلاینې لپاره خبرې پیل کړي.

د دوی په نظر تر خبرو وړاندې پکار ده چې ښکېلې خواوې تشدد کم کړي څو اعتماد رامنځته شي او د خبرو اترو په ښه فضا کې موافقې ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب