سه شنبه, مې 7, 2024
Homeجنرال وزیريیاره ډیر خراب وخت شو| جنرال دولت وزیري

یاره ډیر خراب وخت شو| جنرال دولت وزیري

دموکراسي د خپلو ګټو له پاره ښه ده، که يې ګټه په کې نه وي بیا يې په بلا هم نه وهي.
ټاکنې د دموکراسۍ اصل دی، خو که ما ونه ګټلې نه يې منم.
که دې پښه کږه کیښوده، د بشر حقوق دې تر کوره ځغلوي او که بیا د بشر د حقوقو جوړوونکي د بشر حقوق ونه مني بیا خو يې د پلار او نیکه حق دی.
ستاسو هر څه او هر پیشنهاډ سم دی، خو مشر به زه وم.
وسلی او ټريننګ موږ ورکوو، د ویجاړولو او وژلو چارې موږ ورښيو، خو چا ویل چې دا کارونه موږ کوو.
اډې او شوراګانې يې زموږ سره دي، خو خدای دې نه کوي چې زموږ سره وي.
د وسله والو ډلو مشران زموږ سره دي او دلته مړه کیږي او وژل کیږي، خو خداي دې نه کړي، موږ ترې هيڅ خبر نه يو.
د جګړې، اوربند، مذاکرې او تګ او راتګ اجازه له موږ اخلي، خو موږ هیڅ واک پرې نه لرو.
غښتلي مرکزي حکومتونه د هیواد په ګټه وي، خو تاسو له پاره ښه نه دی.
غښتلي، په ښو وسلو سمباله او د سیاسي ډلو له نفوذه بیرون اردو د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا ضامنه وي، خو تاسو ته اصلا په کار نه ده.
وايي تجربه تر ښوونې ښه ده، بايد د اردو قوماندانان با تجربه او د جګړې په هنر پوه کسان وي، خو ستاسو اردو بايد ځوانه شي.
خدایه له خدايې دی جار شم، پخوا به چې خلک په تنګ شول د کودتا او انقلاب خبرې به وې، خلکو به یوه هیله درلوده.
د انقلاب او کودتا نومونه دومره بد شول چی خلک يې له نومونو سره حساسیت لري.
مظاهرې به هم ښې وې، کله نا کله به يې په درې ورځو کې صدراعظم استعفا ته اړ کړ او خلکو به په کې د زړه بړاس هم ويسته.
راشه اوس يې پوره کړه:
له ډيرې غم درونۍ خلک یا په نري رنځ اخته شول او که نه کرونا خو ورته په ټوپو ټوپو را روانه ده.
خلک چې وايي:
«خدایه د زړه صبر راکړي، هغه يې دغه وخت ښودلی دی.»
کنه بيا وايي:
په صبر صبر پوره نه شوه
سبا مې نيت دی بې صبرۍ ته ملا تړمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب