Homeداسې هم شتهد پیسو د سپمولو لپاره اته اسانه لارې

د پیسو د سپمولو لپاره اته اسانه لارې

۱- هغه څه مه اخلئ چې تاسو یې غواړئ، هغه څه واخلئ چې ورته اړتیا لرئ.

۲- د هر څه اخيستلو لپاره ژر پرېکړه مه کوئ. 

یو ځلې ښار وګورئ، کېدای شي د ۵۰۰ افغانیو شي به زر افغانۍ واخلئ.

وروسته د نرخونو له پرتله کولو بیا خپله سودا وکړئ.

۳- په چنې وهلو مه شرمېږئ، د چنې وهلو سره کولی شئ چې خپلې لږې پیسې وسپموئ.

او په یاد ولرئ چې شتمن خلک تل چنې وهي.

۴- د خپل میاشتني معاش څخه یو برخه وسپموئ، که دغه برخه کمه هم وي(د هېڅ څخه همدا کمه برخه هم ښه ده).

۵- هر څه چې اخلئ، په یوه کتابچه کې يې ولیکئ. 

جالبه ده د میاشت په پای کې به وخاندئ چې څه غیر ضروري شیان مو اخېستي دي.

۶- په موبایل کې خبرې کول را لنډ کړئ.

شاید اړتیا نه وي د یو اوږد روغبړ څخه وروسته پوښتنه وکړئ: نور څنګه یې؟

۷- په مېلمستیاوو کې لږ خواړه پاخه کړئ، څه اړتیا ده چې په هره مېلمستیا کې دسترخوان دومره ډک کړو چې د یو ستنې ځای هم په کې تش نه وي؟

۸- همدا نن یې پیل کړئ.

د تاوان مخه چې هر وخت ونیسئ په پای کې يې درته فایده رسېږي.

ژباړه: محمد اسلم رشیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...