جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېاې د خدای د پاره دا څه کوئ| حکمت الله هلال

اې د خدای د پاره دا څه کوئ| حکمت الله هلال

په کومه ټولنه کې چې جنګ، فقر او فساد وي هلته بیا ډېری ارزښتونه هم سر خوري؛ زموږ ټولنه یې له بده مرغه یوه ښه نمونه ده. هر ورځ په کې انسانان وژل کېږي، هر ورځ په کې انساني ارزښتونه له منځه ځي اوهر سبا د وحشت په لور یو قدم نېږدې کېږو؛ نه عالم خوندي دی، نه مو ماشوم ته څوک د ماشوم په نظر ګوري او نه هم په کې ښځې ته څوک پام کوي. 

کله چې روسانو په افغانستان حمله وکړه او افغانان مجبور شول چې له خپل وطن او په ټوله کې له هېواد نه دفاع وکړي؛ خو دوی خالي لاس وو، هېڅ یې نه لری؛ نو د نورو مرستو ته یې اړتیا له حد زیاته وه او نور هېوادونه لکه امریکا همداسې سره کړي چرګه ته بېخي لیواله وو. 

افغانانو چې په دې کې ټول ولس شامل وو په پوره مېړانې یې د روس په مقابل کې جګړه شروع کړه تر هغې یې دوام ورکړ تر کومې چې روس دلته ماتې وخوړه او بیرته خپل هېواد ته ستون شو، په دې جګړه کې زموږ ولس لویه بریا خپله کړه او وطن یې د روسانو له منګلو خلاص کړ؛ خو ازاد یې نه کړ ځکه چې د روسانو له وتلو وروسته زموږ په هېواد کې د څو نورو هېوادونو لاس وهنې شروع شوې او افغانستان له بل داسې ناورین سره مخ شو چې تر اوسه دوام لري او هره ورځ له عام ولس قرباني اخلي. 

په نه ازادي کې د ولس هېڅ ګناه نشته البته یو نقد داسې کېدای شي چې ولس او هغه خلک چې پوه وو باید په دې یې فکر کړی وی چې دا مرسته چې له موږ سره کېږي؛ ولې یې کوي، هدف یې له موږ سره خواخوږي ده او که نه د کاسې لاندې نیم کاسه شته؛ خو په ټوله کې له ولس دا ګیله نه ده په کار هغه وخت کې دومره سیاسي شعور نه وو چې ولس په هره دسیسه پوه شي او په وړاندې یې غږ پورته کړي. 

خو په دې کې جهادي مشران له ملامتیا ځان نشي خلاص ولی؛ دوی باید له خپلو ګټو تېر شوي وي دا اوس چې ولس په کومه بدبختۍ کې لاس او پښې وهي دا دې همغه مرستو برکت دی؛ په کومو چې یو څو د ګوتو په شمېر کسان ماړه شول او په زرګونو نورو یې قرباني ورکړه او لا هم دا قرباني روانه ده. 

خو دوی نه یوازې چې دې ته پام ونه کړ بلکې اوس یې هم د ولس په حق خټه اچوي او هره ورځ ځانونه نور هم پړسوي، ژوند خو یې هسې هم د خلک په وینه زبېښلو تېر شو خو په مرګ یې هم خلک ورنه خلاص نشول، مړي یې غصب وکړ، په دولت کې د کونډې او یتیم حق د دوی ورځې ته ورکول کېږي او بده خبره دا چې په خپل وخت کې یې هېڅ علمي مرکز ته اجازه نه ورکوله خو اوس یې په نوم یادېږي. د دیني عالم له تورور سره په ټولنیزو رسنیو کې چې یوه خبره ډېره لاس په لاس کېږي هغه د وزیر محمد اکبر خان د جومات نوم بدلونه ده؛ دوی وایي چې دا مسجد باید د مولوی صيب ایاز نیازي په نوم شي؛ په دې وطن کې زموږ هره کوڅه او هره لاره د هغه چا په نوم ده چې قتلونه یې کړي، خلک یې وژلي او وطن ته یې خیانت کړی دی؛ نو د داسې عالم په نوم د یو ځای نومول زموږ په وطن کې لویه خبره ده!

خو اصلي خبره دا ده چې وزیر محمد اکبر خان د دې وطن داسې یو عکسر تېر شوی چې دا وطن یې ساتلی، د دې وطن سره مینه او مېړانه یې هر چاته مالومه ده نو د ده نوم محوه کول لویه جفا او خیانت دی. په خپله ولسمشر غني وویل چې څومره جوماتونه به جوړ کړم؛ همدا یې وخت دی جوړه کړه یو ښه لوی جومات د مولوی صیب نیازي په نوم کړه او په دې هم باوري شه چې دا به د دوستم د مارشالۍ رتبه نه وي چې څوک درنه خپه شي د وطن په هره کونج کې به خلک خوشال او خوښ شي؛ ځکه د یو عالم په نوم ځای نومول کېږي؛ خو که خدای مه کړه د وزیر محمد اکبر خان نوم محوه کېږي په دې به نه یوازې چې ولس خوښ نه شي بلکي د نفاق اور ته بوکی ورکول کېږي.  

او هغه دوستانو چې غواړي او دا غوښتنه کوي چې دا جومات دې مولوی صېب په نوم ونومول شي؛ په د دې باوري شي چې که چېرې خپله نیازی صېب ژوندی وی او دا خبره یې اورېدلې وي نو سم د لاسه به یې ویلي وی چې اې د خدای د پاره دا څه کوئ؛ د ستر غازي نوم لرې کوئ ورنه او زما نوم پرې ږدئ؛ هېڅکله به یې د دې اجازه چاته نه وی ورکړې. 

مولوي صیب نیازی نه د یو خاص قوم سړی و او نه یې فکر او مفکوره داسې وه. هغه ته هېواد او هېوادوال ارزښت لرلو؛ نه قوم او ژبې!

1 COMMENT

  1. هلال صاحب!
    سلامونه.
    دا کارونه مخکی معینو با صلاحیته کمیټو کول چی له اهل علم او تخصص له سیستانی صاحب پوښتل کیدل.
    خودا کار فکر کوم فرمایشی تحمیل شوی.
    د افغانستان مؤمن ملت د . صاحب نیازی او ټولو قدرمنو شهداوو ته خاصه پیرزوینه او اخلاص لری لدی نه هم باید ډیر قدر ورکړ شی خو په افغانی او اسلامی معیارونو او ترتیب سره .
    خو نااهل او مغرض مشاورین چه په مشوره کی امین نه وی داسی ستونځی ولاړوی او دتقدیر نه اخلال جوړوی
    نو ځکه دا مشکل جوړ شو چی د د. صاحب نیازی په سر ځړیدلی آیت شریف کوم چی ملی تلویزیون کی دده پر سر لیدل کیده هغه هیرشوی هغه دا وو
    فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون
    نو کله چی حکم بماأنزل الله سره سم نه وی دا مشکلات لری او د تاسی په خبره دا شهید نیازی نه منله
    الله رب العزت دی د اعلی شهادت درجی ورکړی او خپلوان او دوستانو ته یی صبر او اجر عظیم وبښی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب