پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمقالېایران کې د افغان کډوالو سوزیدل او زموږ غبرګونونه

ایران کې د افغان کډوالو سوزیدل او زموږ غبرګونونه

نعمان دوست

ایران کې د افغان کډوالو پیښه دردونکې ده؛ خو بدبختانه لومړۍ نه ده او د دې پوره اندیښنه شته چې وروستۍ به هم نه وي. د دوی د وریتو غوښو بوی سلګونه کیلومتره لرې د خلکو تر مشامه ورسیده او ترخو لوګیو یې، له سترګو اوښکې وبهولې.

بدبختانه، تجربو ښودلې چې دغه شان پیښې بار بار شوي، یو څو ورځې د خبرونو موضوع جوړه شي؛ بله ورځ بله داسې خطرناکه پیښه رامنځ ته شي چې دا هیره کړي.

وګورئ؛

دې تازه پیښې، سیند ته د ستړو افغان کارګرو د غورځیدو المیه هیره کړه. دغه شان د سیند غورځولو تراژیدي همدې هیواد کې هغه بله واقعه هیره کړه چې افغان کارګر یې له دنګو ودانیو ښکته راګوزار کړي وو او …

خبره دا ده چې د قاچاقي سفرونو ترخې، وحشیانه او ظالمانه پیښې د هر هیواد مجبور، در په دره او یا ناخبره خلک تجربه کوي.

د مدیترانې سمندر ،چې افریقايي وګړي ترې د قاچاقي لارې په توګه کار اخلي، د کډوالو د ګورستان په نوم یادیږي. دلته آن په یوه ځل ۵۰۰ کسان هم غرق شوي.

د فرانسې او انګلستان تر منځ د انګلش چاینل (English Channel) تونل، سمندري لاره، دردونکې کیسې لرې. د فرانسې د ځنګل کیمپ واقعې له سترګو خوب تښتوي. د یونان په جزیرو کې د موریا او نورو کیمپونو له حاله مو خدای مه خبروه. د اسټرالیا مربوطو کیمپونو ( نائورو او مانوس) کیسې د اوریدلو نه دي.

په تهران کې افغان سفیر، د پیښې د ټپیانو د پوښتنې په مهال

د ۲۱ مې، پیړۍ متمدنه انسانان (!) د خپلو ګټو لپاره خپل همنوعه له هر کړاو سره مخ کولای شي. همدې انسانانو، د وژونکیو وسلو او هیروینو د قاچاق تر څنګ انساني قاچاق هم خپله پیشه ګرځولې او له دې لارې هر کال په میلیاردونو ډالر ښکته او پورته کیږي چې په پایله کې یې دغه شان تراژیدۍ رامنځ ته کیږي.

همدا ناقانونه کډوالي ده چې د قاچاقبرو او د قاچاقي شبو ترڅنګ، ځینې هیوادونه هم ترې د اقتصادي ابزار په توګه استفاده کوي.

د بیلګې په توګه:

اروپايي ټولنې له ترکیې سره په ۲۰۱۶ کې تړون لاسلیک کړی، د دې تړون له مخې ترکیې ژمنه کړې وه چې له خاورې به یې اروپايي هیوادونو ته کډوال نه اوړي او د دې په مقابل کې یې په میلیاردونو ډالر واخیستل.

یونان په لسګونه زره کډوال ساتلي او له نورو شتمنو اروپايي هیوادونو یې په بدل کې پیسې اخلي.

دغه شان د کډوالو کوربه هیوادونه، له کډوالو د پریمانه، ارزانه او حتی وړیا بشري قوې په توګه د خپلو ګټو لپاره کار اخلي. د سوریې سرو لمبو ته د ایران د ګټو لپاره د افغان کډوالو لیږل یې تازه مثال دی.

ناقانونه کډوال، که د نړۍ له هر ګوټه وي، له خطرناکو حالاتونو سره مخ کیږي. دوی ته د ډيرو متمدنو او د بشري حقونو د مدافعو هیوادونو لارې هم له دوزخونو کمې نه دي.

بار بار په بالکان هیوادونو کې کډوال په یخچالي کانټینرونو کې کنګل شوي. په بندو کانټینرونو کې د اکسیجن د کمبود له کبله یې د خپل مرګ نندارې کړي. له غرونو او ځنګلونو څخه د تیریدو په مهال لارو کې له ولږې سست شوي، هملته پاتې شوي، وحشي او داړونکیو ژوو ته په میلمستیا بدل شوي او بیا یې په خپلو سپینو اسکلیټونو د نورو قاچاقي مساپرو سترګې بریښولي.

د یوې یونانۍ میرمنې ،چې د سمندر تر غاړې یې کور دی، خبرو خو په هغه شپه رانه خوب وتښتاوه. هغې کومې رسنۍ ته ویلي و:

نوره ویریږم، هر سهار چې راویښه شم، د اوبو لپاسه مړي دورې وهي!

دا د هغو کډوالو مړي دي چې غیر قانوني اروپا ته ځي، د ګزمې بیړۍ پرې راشي، وارخطا شي او د دوی ټوپي (ربړي) کښتۍ ډوبه شي او یا یې د سمندر توپاني څپې په بلخ مخ واړوي.

سوریايي ماشوم

په هغه ورځ به مې نږدې د ټلویزیون سټدیو کې چیغه کړې وه. ځوان سره مې مرکه وه، هغه د پښې ګوتې را وښودلې چې یونان کې ترې قاچاقبرو د پیسو ترلاسه کولو لپاره نوکان کاږلي و، هغه خپله ژامه وښوده چې دوه ځایه خالي وه او قاچاقبر ترې په زوره غاښونه کاږلي و او خوله یې ورته له وینو ډکه کړې وه.

ځینې داسې کیسې هم شته چې کم عمره ماشومان ورسره قاچاقي لارو کې مخ شوي، خو ویلی یې نشي. تر څو چې ژوندي وي همدې پټ غم ته زړه خوري.

او…

خو دا کیسې به همداسې روانې وي. هره تازه پیښه به پر زړې خاوره اړوي. تر هغې چې جګړه، بې عدالتي او اداري فساد وي، فقر به وي او فقر به خلک د هرې بلا خولې ته ټیله کوي.

وګورئ؛ په ۲۰۱۵ کال کې د سوریايي ښایسته ماشوم ( ایلان) تصویر نړۍ وجړقوله، خو ډیره ژر دا زلزله ختمه شوه او بیا هیڅ ونشول.

ایلان، لکه مړ کب په ساحل کې پړمخې پروت و. د هغه کورنۍ غوښتل د ایلان نازک بدن په سوریه کې د بل شوي اور له تاوه وژغوري، خو…

سمندر، د دې ښایسته ماشوم مرګ ودردوه ، توپاني شو او د دې لپاره چې بحري ژوي یې کوچني هډونه و نه خوري، د ساحل شګو ته یې راوویست او یا شاید سمندر غوښتل انسانانو ته وښيي چې واخلئ د خپل وحشت، ظلم او بربریت سوغات!

څه کول په کار دي؟

موږ له بل هیڅ هیواده د انسانیت او همدردۍ تمه نشو کولای. کومې چیغې چې وهو هڅې خپل دردونه تسکینوو. بشري حقوق، انساني چلند، مسلمه امت او… دا ټول اوس هوايي او سوداګریز شعارونه دي. د ګټې وخت کې دا شعارونه خپل رنګ بایلي چې د سر په سترګو مو ولیدل او اوس یې هم وینو.

که حقوقي اړخ ته یې لاړ شو؛ نو قاچاقي سفرونه یو جرم دی. ځکه د قانون خلاف دي او د قانون خلاف هر عمل جرم ګڼل کیږي او مجرم خپل قانوني ملاتړ له لاسه ورکوي.

زموږ د اساسي قانون ۳۹ماده هم ، دې ته اشاره کوي: (( …هر افغان حق لري د قانون له حکمونو سره سم له افغانستان څخه بهر سفر وکړي او بیرته راستون شي. دولت له هیواد څخه بهر د افغانستان د اتباعو د حقوقو ساتنه کوي.))

دلته وینو چې که قانون، دولت له هیواده بهر د اتباعو د حقوقو په ساتنې مکلف کړی؛ نو سفر کوونکي ته یې هم خپل مسوولیت په ګوته کړی او هغه دا چې ( د قانون له حکمونو سره سم) یعنې سفرونه باید په قانوني لارو وشي. پاسپورټ ولري، ویزه ولري او…

ښه،

کله چې مو څوک درد هم نه اوري، قانوني ملاتړ هم له لاسه ورکوو؛ نو ولې ځان په لوی لاس د مرګ خولې ته ورکړو؟ منطقي خبره خو دا ده چې د سخت زړو قاچاقبرو په دروغو دوکه نشو. د خپل اقتصاد ښه کولو په نیت ژوند له لاسه ورنکړو او…

بل دا چې پر هغو عواملو فکر وکړو او له مخې یې لرې کړو چې زموږ ګل ګل ځوانان دغو خونړیو سفرونو ته هڅوي. زما په نظر ستر لاملونه یې نا امني ده. جنايي جرمونه دي. جګړه ده، اداري فساد دی او… نو که تاسو هم راسره په دې خبره سلا یئ؛ د دې عواملو پر وړاندې دریدل په کار دي.

که نه یې منئ، نو شاته وګورئ؛ له افغانستان څخه د مهاجرتونو لړۍ د ثور له کودتاه وروسته پیل شوه او بیا یې همداسې دوام وموند. د کورنۍ جګړې په پراخوالي لا پسې دا لړۍ چټکه او پراخه شوه. له دې مخکې چې وطن ارام و، خلک ترې نه تښتیدل.

د ایران په تازه پیښه کې ځینو دوستانو هلته میشت افغان سفیر ته د نیوکو غبرګې ګوتې نیولي. همدا ملامت ګڼي. ځینې ممکن دا کار د ناخبرۍ له مخې وکړي او ځینې یې بیا د حسد له مخې ؛ خو که پورته لیکنه مو په غور لوستلې وي، نو دا به انصاف نه وي.

شاید په موجوده سفیرانو کې ډیر کم په علمي لحاظ د ده سیال وه اوسي. ځکه دی خپلې پوهې تر دې منصبه رارسولی نه سفارشونو او رشوتونو.

دې سفیر د خپل هیواد ستونزې لیدلي، ګاللي یې دي. دردیدلی پرې او…

و خلکو!

سفارتونه؛ د نورو هرو ادارو په څیر ممکن ګڼې ستونزې ولري، د ایران سفارت به هم ګڼې ستونزې لري؛ خو هره ستونزه باید دقیق وڅیړل شي او د سفیر د صلاحیتونو په رڼا کې پرېکړه وشي.

که سفارت د معلوماتو په خلاء کې اول ناسم خبر ورکړی وي او دا پیښه یې ټرافیکي بللي وي، دا نو د دې مانا نه ورکوي چې د دې ټولې غمجنې حادثې ذمه وار همدا سفیر دی.

دا پیښه له تهرانه په سلګونو کیلومتره لرې شوې.بل دا چې سفیران پرته له اجازې سفر نه شي کولای.

زموږ سفیر د لارې اوږدوالي او د اجازې له ستونزې سره سره، له پیښې یوه ورځ وروسته د واقعې ځای ته حرکت کړی او ځان یې رسولی.

بله دا چې په ایران کې زموږ سفیر د غزنوي، ابدالي او هوتکي دور سفیر نه دی. دا اوس څه د عثماني امپراتورۍ استازی دی؟ دا سفیر دی که ناپلیون او هټلر چې د جنګ امر وکړي، الوتکو ته د پرواز او ټانکونو ته د حرکت قومانده ور کړي؟ د سفیرانو صلاحیتونه باید وپیژنو او بل دا چې لږ وګورئ څه لرئ؟

که حتی دولت مو د جنګ امر وکړي څه به وکړي؟ ایا داسې وسلې درته پاتې دي چې ګولۍ یې له خپل سرحده تیره شي؟ څه شول ستاسو ټانکونه او جنګي الوتکې چې ګاونډیان ترې په ویره کې و؟ څه شوې هغه د لرې واټن ویشتونکې وسلې مو؟ څه شوې هغه فابریکې او شرکتونه مو چې زرګونه ځوانان به په کې په کارونو بوخت و او بیرون تګ ته یې اړتیا نه پیدا کیده؟ او…

دغه شان خپل وطن کې چې مو وخت ناوخت د سورلیو موټر په بمونو الوځي، څه فکر کوئ د ماین اور خوندور وي؟ دا چې کورونو کې مو د توپونو مرمۍ لګیږي، یا بمبار کیږي، یا منځ ښار کې انفجارونه کیږي د هغوی اور راحت بخش وي؟

نن سهار مې په ایران کې د افغانستان له سفیر ښاغلي عبدالغفورلیوال سره په همدې موضوع خبرې وکړې. راته یې وویل چې له خپل دفتره ( تهران) شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره لرې د پیښې سیمې ( یزد) ته په موټر کې تللی ( الوتنې بندې دي) له ځايي چارواکیو سره یې خبرې کړي، هغوی د داسې پیښو د نه تکرار ژمنه کړې، د همدې لولپه شوي موټر د قاچاقبر د نیولو ژمنه یې کړې.

روغتون ته د ټپیانو پوښتنې ته تللی. د درملنې لپاره یې لارې چارې سنجولي او…

ما ویل څنګه باور وکړم؟ عکسونه یې راولیږه. سمدلاسه یې څو عکسونه راولیږل.

ښه،

نو ستاسو په اند د دغه شان یو هیواد سفیر ،چې اوږدې جګړې، پراخ اداري فساد، مافیايي ډلو او نورو جنايي جرمونو له پښو غورځولی او په ډیره سخته د ژوند ساه اخلي، نور څه کولای شي؟

دا خبرې محضې د ښاغلي لیوال ملاتړ و نه ګڼئ، دا هغه واقعیتونه دي چې باید بیان شي او باید په سړه سینه یې واورو.

موږ باید د یوه تیر دوه ښکاره نشو، چې هم مو ځینې کسان ژوند له لاسه ورکړي او هم موږ پر ځینو ژوندیو باور له لاسه ورکړو.

نعمان دوست

د غبرګولي ۱۷مه، ۱۳۹۹

2 COMMENTS

  1. ستاسو لیکنه بالکل پرځای ده . د کډوالۍ او مهاجرت ستونزې ډېرې دي . ټول مهاجر په غیر قانوني لارو د قاچاقبرانو په مرسته ځانونه خپل مقصد ته رسوي. پدې برخه کې زیات مسوولیت خپله مهاجرو او بیا قاچاقبرانو ته متوجې کیږي.
    ټولو ته مالومه ده چې د ایران امنیتي او سرحدي پولیس د افغانانو په مقابل کې ډېر بېرحمه دي ، هغوی تل افغانان ځوروي ، وهي یې او شکنجه کوي یې او بیا یې بېرته رد مرز کوي .
    داچې دوی د افغانانو په مقابل کې څومره اسلامي ورورولي ، ښه ګاونډیتوب ، انساني او بشري حقوق په نظر کې نیسي ، ټولو ته مالومه ده . فکر کوم د اسرائیلو دولت به له مظلومو فلسطینیانو سره هم دومره قصی القلب او زشت نه وي.
    د سفیر صلاحیت او واکنو هم مالوم دي ، سفیر د افغانستان رسمي استازی دی په بل هېواد کې . هغه د افغانانو د غیرقانوني سفر او کړنو په مقابل کې مسوول ندی. دلته په لار کې د مشهد او زاهدان جنرال قونسلي هم فعالې دي ، تر ډېره هغوي باید د داسو کړنو مخه ونیسي .
    ښاغلي عبدالغفور د افغانستان ویاړ دی ، دوی د خپلې رسمي دندې په وخت کې قانوني ، لازم او عاجل اجراآت کړیدي چې ولس او دولت ته په اثبات رسېدلې ده . مونږ افغانان تل ژر قضاوت کوو او مخکې له دې چې په اصلي موضوع خبر شو نور محاکمه کوو .
    هغوی چې پنځوس سلنه د دولت څوکۍ او واکونه یې په سپین سترګۍ ترلاسه کړل ، پدې هکله پټه خوله دي خو د امریکا له خوا په عراق کې د ایراني استخباراتي جنرال سلیماني تر وژلو وروسته د هغه د لاس ګوتې ته ټولو وژړل .

  2. سلامونه
    د افغانستان او ایران تر منځ د تاریخی او فرهنګی او مذهبی او اقتصادی او ځمکنی ( ارضی) او ……مناسباتو او تعاملاتو هندسی ته کتنه یو ډیر پراخ بحث دی چی ممکن کتابونه کتابونه په ډک سی.
    بعضی کړکیچن او مغلق او پیچلی مسائل فقط او فقط د سلیم وجدان او ایمان ( له هر ډول خیرنو تعصباتو او فکری سنګر نیولو پرته) تر سیوری لاندی د تحلیل وړ دی او که دا ډول تحلیل یا تحلیلونه له منصفانه مدار څخه ووځی نو خپل اصلیت به له لاسه ورکی او خوشی فکری انډوخر او مسمومه فضاء به را منځته سی.
    لومړی او مهم اصل خو دا دی چی د یو انسان په حیث، د بل هر انسان په وړاندی تظلم د کلکی غندنی او کرکی وړ دی، مهمه نده چی ظالم او مظلوم زما ورور وی یا د احمد یا محمود ورور .
    نن سبا زموږ ټولنه د ډول ډول بدنی او مغزی او مغذی او جیبی او روحی او حتی ملی او وطنی او ټولنیزی ناروغیو سره مخامخ ده ، د دوست او دښمن د سم تشخیص قوه ئی ددی ناروغیو له امله سخته کمزوری سوی ده، په بی بی سی او نورو غربی رسنیو او همدارنګه فیس بوکی ځنګل کی یوه وړوکی شُغله او شُعله د ټول یا اکثریت وولس د احساساتو د مدیریت د کنټرول دفتر په کودتائی ډول فتح او تسخیر کولای سی.
    پر افغانانو باندی د ایرانیانو وروستی مظالم ( البته که اثبات سی) په هیڅ توګه د توجیه وړ نه دی او باید په قانونی او معقوله توګه وڅیړل سی.
    امّا اصلی خواله:
    هر هیواد ( خصوصاً ایران غوندی هیواد) ځانته مختص دوستان او دښمنان لری ( البته هم په داخل د ایران کی او هم له ایران نه بهر) .
    زموږ په هیواد کی د ایران دوستان او دښمنان هم په خپلو ځانګړو اوصافو سمبال دی، دوستان ئې فرهنګی او مذهبی او بعضاً اقتصادی انګیزی او تړاوونه لری، همدارنګه دښمنان ئی هم په مختلفو انګیزو او دلائلو سمبال دی.
    د دوستانو دریځ او موقف او موضِع ئی د بحث وړ نه ده
    امّا
    د دښمنانو دریځ ئی لږ غوندی پیچلی او مرموز دی او دا موقف او دریځ ئی د اوسنی ایران د نړیوالو دښمنانو او دوستانو د دریځ سره مستقیم ارتباط لری. د ایران د افغانی دښمنانو ډیر کمه برخه د انسانی او ملی سالم وجدان په رڼا منور دی خو د اکثرو د دښمنی د روحیاتو پټی یا د امریکی او غرب د وریځو له غړومبهاری څخه خړوبی کیږی یا معمولاً د ځینو فرهنګی او مذهبی او ژبنی او تاریخی وچو تعصباتو څخه.
    زه د یو مسکین او غریب خو بی پروا او زړور انسان پتوګه غواړم ددی تراژیدی په څرنګوالی ځان خبر او پوه کړم چی:
    د هر مظلوم افغان په ځوریدو د بل هر افغان خواشینی یو ملی رسالت دی
    خو
    پوښتنه دا ده :
    مارکسیسټان مو د شوروی د لس کلن غوبل او دوو میلونو انسانانو په وړاندی خاموش ( حتی راضی) وه او راضی دی.
    توپکیان او په اصطلاح مجاهدین مو د تورتم او ارتجاع د خپرېدو په وړاندی خاموش وه او خاموش دی.
    طالبان او د طالبانو خواخوږی مو د طالب د مستقیم تور حاکمیت او انګریزی- پاکستانی پټ او ښکاره تسلط په وړاندی خاموش او حتی راضی وه.
    دموکراټان او د غرب انډیوالان مو د ناټو د تسلط او افغان وژنی او طبیعی منابعو د لوټ او چپاول او تاریاکو د کښت او پراخ تولید او اعتیاد د پراختیا او همدارنګه اداری ژور فساد په وړاندی خاموش او بعضاً راضی وه او راضی دی.
    د وروستیو اتلسو کلونو په اوږدو کی د طالب او داعش د تشکیلاتو سره د نړی وال استعمار پټ او ښکاره لمسون او مرستی او ملاتړ او د طالب او داعش د ظالمانه کړنو په وړاندی د ډیرو فرصت طلبانو او په قومی – تباری – ژبنی – سمتی – فکری وایروسونو اخته کسانو خاموشی او بعضاً رضائیت له ورایه ښکاری
    خو
    پر څو مظلومو افغانانو د یو څو ظالمو ایرانیانو ظالمانه غشی زموږ ټوله ملی او ایمانی او انسانی او اخلاقی هستی را ګډه وډه کړیده چی دا ډیره د تأسف خبره ده.
    امّا
    ددی ستونزی یا ستونزو د حل فورمول د وچو احساساتو ډُول ته په مسته نڅا ( هغه نڅا چی زموږ په ګټه نه ده) کی نه دی نغښتی بلکه ددی ملی ستونزی د حل لیاره دا ده چی:
    هم د ایران مصلحتی او اصلی دوستان او هم د ایران د کړنو او سیاست معقول او سالم مخالفین او منتقدین په ګډه د حکومت په دستګاه کی د یو منظم او منسجم سیاست او دیپلوماسی په تنظیم کی فعّاله ونډه واخلی او د ایران د حکومت سره ددی ډول غمیزو د مخنیوی او مهاجرینو سره د انسانی چلند د قوانینو په تطبیق او همدارنګه په ایران کی د مهاجرینو د ستونزو د اورېدو او اواریدو په موخه فعّال دفترونه را منځته سی څو دا ډول حساسی ستونزی بیا را منځته نه سی.
    حکومت باید ددی اجازه ورنکړی چی مارکسیسټی او داعشی خیرن ترکیب را منځته او د ایران سره د دښمنی په پلمه ملی ګټی په خطر کی ولویږی او یو پراخ ټولنیز بحران ( چی زموږ نړیوال دښمنان ئې هیله لری) را منځته سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب