جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د کورونا ناروغان له شلو زرو واوښتل

افغانستان کې د کورونا ناروغان له شلو زرو واوښتل

تاند، یکشنبه، د جوزا ۱۸مه: د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴  ساعتونو کې په هیواد کې ۷۹۱ تنه په کورونا ویروس اخته شوي او ۳۰ تنه نور له دغه ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې له تازه مثبتو پېښو څخه ۳۱۳ یوازې په کابل کې ثبت شوي او د ۳۰ مړو کسانو له ډلې هم ۲۳ تنه یوازې په کابل کې دي.

روغتیا وزارت نن یکشنبه ویلي چې په دې نویو پېښو سره په افغانستان کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر۲۰۳۴۲ تنو ته لوړ شو.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې د کوروناویروس د ۱۴۲۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۷۹۱ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۳۱۳ په کابل، ۹۴ هرات، ۷۹ کندهار، ۷ بلخ، ۱۸ ننګرهار،۱ لوګر،۴۹ نیمروز،۱۱پروان،۱۴ سمنګان،۱۲۸ خوست،۷کونړ،۹ جوزجان، ۱۷ فاریاب،۴ غور، ۶هلمند،۸ پنجشیر،۶بادغیس،۱۲ زابل او ۸ نورستان ولایت کې ثبت شوي دي.

په تیره یوه شپه او ورځ کې په شپږو ولایتونو کابل، هرات،بلخ، خوست، فاریاب او هلمند کې د کرونا ویروس له امله ۳۰ تنه مړه شوي چې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۳۵۷ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه ۴۵تنه نور بیرته له کورونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغو شوو کسانو شمېر ۱۸۷۵تنو ته ورسېد.

په افغانستان کې د کورونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر پر داسې مهال زیاتیږي چې حکومت تیره ورځ له یاد ویروس څخه دخوندیتوب په هدف نوې طرحه وړاندې کړې.

د یادې طرحې له مخې د ټولو دولتي او خصوصي ښوونیزو مرکزونو تر درې نورو میاشتو پورې تمدید شوه، په عامه ځایونو کې د ماسک اغوستل اجباري شول، له لسو تنو څخه د زیاتو خلکو یو ځای راټولېدل منعه شول او همدرانګه یې خلکو ته خبر ورکړ چې په عامه ځایونو او کاري چاپېریال کې کورونا ضد مواد وپاشي او خپلو منځونو کې دوه متره فاصله مراعت کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب