تاند، یکشنبه، د جوزا ۱۸مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ولایت کې یې ۲۲ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
یاد وزارت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل پولیسو په تېرو دوو ورځو کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
خبرپاڼه کاږي چې یاد شمېر کسانو د کابل درېیمې، پینځمې اوومې، دیارلسمې او اوولسمې ناحیه کې نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي، یاد کسان کابل ښار کې د وژنې، غلا، ژوبلې، د کورونو لوټلږ، وسلوالو غلاو او د غیرقانوني وسلو د ګرځونې په تور نیول شوي دي.
کابل ښار چې کله هم له جنايي پېښو په امان کې نه دی، خو وروستیو کې بیا د جنايي پېښو ګراف لوړ شوی او یو شمېر کابل میشتي د جنايي پېښو له ډېرېدو سرټکوي.
دا ناشونی دی چی د اجنبیانو غلامان غله خپل شاګردان غله په کابل کښي له مینځه یوسی ځکه داسی غله ددوی سره مستقیمآ اړیکی لری حتی ددوی تقویه کیدو کښي لګیا دی تر څو امریکا ته ښکاره کړی چی بی له تاسو حتی د کابل ښار کښي د امنیت راوستل غیری ممکن دی او د تاسو ډالر باید پر مونږ قطع نشی او د مونږ چور ملیونونه نور هم باید زیات او د راکړ شوو مقامونو نوبت د تاسو حضور کښي یوازی مراعات کیدای شی !!!
نپوهیږم دا رسم له کوم دزد پرور ملک یا دزد پرور امیر یا رهبر څخه پاتی دی چی د نورو مصیبتونو علاوه دوی هم ملت داړی خو که دوی په مفسدوحکامو کی ،حامی ونلری پلار یی هم غلا او جنایت نشی کولی
خوکه حکومت د غلو او قطاع الطریق ، لاس او پښی نشی غوڅولی نو بیا دا خو کولی شی چی یوه احصائیه ولری تر څو د هغی پر اساس څوک له کاندیدو یا سهم غوښتو څخه محروم کړی که دا هم نشی کولی نو بیا بهتره به وی چی نوم یی شرکت سارقین ملی و دولی ورباندی کیږدی او افغانان دی نه شرموی
دا دیره جالبه خبره ده چی په یوولسمه حوزه کی یو غل، سارق، قاتل، لوتگر هم نه دی نیول شوی. پوهیزئ ولی؟. ددی لپاره چی ددی حوزه تول جانیان او مجرمین د شمال تاوالی له قومندانانو سره خپله د غلا فایده یا عاید ویشي. اکثره غله په دی ساحه کی مشخص مشر لري چی په یوولسمه حوزی کی کار کوي. په نورو ساحو کی چی غله ونیول شی سمدلاسه يی مخونه په تلویزیونو کی شکاره کیزي خصوصا که پشتون وي. خو که ددی دلی غله ونیول شي نه یوازی دا چی ژر بیرته خوشی کیزي بلکه له عدلی تعقیب هم خلاص دي. په خدای چی هغه غلا او چور چی په کابل کی روان دی که د نری په یوه گوت کی هم وي. نه پوهیزم چی دا خرکوسی به کله ختمه شي او کله به خلک یوه لحظه ارامه ژوند وکري. له یوی خوا بی ناموسه دلال طالب او نور ترهگر، له بلی خوا د حرمونی لوتماران او له بلی خوا کرونا. نه پوهیزم چی خدای به کله ددی مظلوم ولس آواز واوري. دا کوم قسم امتحان دی چی خدای يی له دی ولس اخلي؟ کله به دا وحشت ختمیزي؟ کله به خلک یوه سترکه ارامه خوب وکري؟ کله به بی داره له کوره د باندی تللی وشي؟ دا کوم رقم افغانیت دی؟ دا کوم دول اسلامیت او انسانیت دی؟ دا د کومی مور اولاده دي؟ دوی له کومه راغلي دي؟ د چا په مذهب دي؟ آیا دوی د اصولو په نامه کوم شی پیژني؟ آیا دوی پلار او مور، خور او ورور، لور، زوی خپلوان ، دوستان لري؟ او د هغوی د مرگ درد يی لیدلی یا احساس کری؟
خدایا نور ورحمیزه او له دی بد حاله دا بیچاره ولس وژغوره. هر یو چی قدرت ته راشی خپله غم خوري، خپل خورجین او خیته لویوي. خدایا ته خپل له درباره ددی خلکو لپاره یو چاره پیدا کره. نور ددی خلکو زغم مه ازمایه، نور بس دی، خپل قهر په دی لوتمارانو او مظلوم وژنکو خانینانو واچوه او دا ولس ته د ژوند یوه خوشحاله شیبه ور په برخه کره.