پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeمقالېدرید هند او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې جګړې شونتیا/ مجیب الرحمن ننګیال

د هند او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې جګړې شونتیا/ مجیب الرحمن ننګیال

د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۱۴ مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي ملیشه ځواکونو ځانمرګی برید وشو، چې په ترڅ کې یې تر څلويښتو زيات پوځيان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول. دغه بريد نه يواځې د سیمې بلکې د نړۍ  دډېرو هیوادونو لخوا هم وغندل شو.له دغه خونړي برید څخه وروسته د هند ګڼ شمېر چارواکو مختلف غبرګونونه وښودل او پاکستان یې مخامخ په دغه بريد کې پړ وګاڼه. د هند د ماليې وزیر اريون جټلي په يوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې له ترهګرۍ څخه د ملاتړ په تور به له پاکستان څخه د غوره سوداګریز ملګري هېواد ((MFN امتياز واخلي.

په دې لنډه لیکنه کې لومړی هڅه کوو چې د اېم اېف اېن اصل تعریف کړو او بیا په دې خبرې وکړو چې ايا هندوستان کولای شي چې د اېم اف اېم اېن امتياز له پاکستانه واخلي او ددې امتياز اخيستل به پر پاکستان څه اغيز ولري؟

«غوره سوداګریز ملګري» most favored nation   د نړيوالې سوداګري د قانون له مخې هغه امتياز دی ،چې يو هېواد یې د  ښې سوداګری په موخه بل هیواد ته ورکوي. دغه اصل يا پرينسیپل د نړيوالې سوداګرۍ د تعرفې تړون (GATT) د لومړۍ مادې له مخې یو هیواد باید داسې پالیسي جوړه نه کړي چې له مخې یي د څو مختلفو هیوادونو څخه د ورته وارد شویو توکیو تر منځ دوه ګونی چلند وکړي. همدارنګه یو هیواد باید د وارد شویو او کورنیو ورته تولیداتو تر منځ فرق ونه کړي، د بېلګې په توګه؛ که هند له پاکستان، بنګله دیش او چین څخه یو هېواد ته توکي واردېږي، نو باید د ټولو هیوادنو له تولیداتو سره یوشان چلند وشي، داسې نه چې د یوه هېواد پر محصولاتو ډېره لوړه تعرفه او بل هغه ډېره ټیټه تعرفه وضع شي. د ګاټ پر ۲۰ مې مادې سربېره، په دې تړاو ځینې استثنات هم ذکر شوي، چې په ۲۱ مه ماده کې د امنیتي استثنااتو په نامه راغلي دي، د دغې مادې له مخې یو هیواد کولای شي د امنیتي ملحوظاتو په خاطر د یوه ځانګړي هیواد څخه پر واردېدونکو توکو زیاته تعرفه اویا هم بشپړ بندیز ولګوي. اوس هند هم د همدغې مادې پر اساس له پاکستان څخه د غوره سوداګریز ملګري هیواد امتیاز واخیست، نو په همدې اساس هند اوس کولای شي پر پاکستاني توکو چې هند ته واردیږي، هر ډول تعرفه او مالیه وضع کړي،  تر څو د پاکستاني توکو واردول کم کړي او پدې توکه پاکستان په اقتصادي ډول و ځپي.

پاکستان دا مهال له هند سره په لویه کچه سوداګريزه راکړه ورکړه لري، چی د اوسنیو شمېرو له مخې ان تر دوه نیم میلیاردو ډالرو پورې رسيږی. له دغې جملې څخه په کلني ډول د ۴۸۸ میلیونو ډالرو په ارزښت پاکستاني توکي هند ته صادریږي.

داچې د هند حکومت د خپل تازه اقدام له مخې پر پاکستاني توکو تر ۲۰۰ سلنې مالیې  وضع کولو پریکړه کړې ده، نو په دې سره به د پاکستاني توکو قیمت د هند په بازارونو کې لوړ شي او خلک به یې له پیرلو ډډه وکړي، چې پدې توګه به پاکستاني صادرات هند ته په ټپه ودریږي.

د هند حکومت ددې اقدام په وړاندې پاکستان لا تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو که په ورته اقدام لاس پورې کړي او له هند څخه پر واریدېدونکو توکو لوړه مالیه یاهم بندیز ولګوي، نو هند ته به هم ډیر اقتصادي زیان ور واړوي، ځکه هند اوسمهال پاکستان ته تر ۲ میلیارډو ډالرو پورې کلني صادرات لري.

لکه څرنګه چې دواړه هیوادونه د سویلي اسیا د همکاریو سازمان (سارک) غړي دي، نو له شک پرته به د دواړو هیوادنونو دا ډول کړنې په ټوله سیمه منفي اغیز پریږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب