پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهد کډوالو نړيوال سازمان:۵۹سلنه افغانان په نړیوالو بشري مرستو خپل‌ ژوند تامینوي

د کډوالو نړيوال سازمان:۵۹سلنه افغانان په نړیوالو بشري مرستو خپل‌ ژوند تامینوي

تاند:(شنبه،د سنبلې دولسمه)‏‏ د کډوالو نړيوال سازمان وايي، چې په افغانستان کې د سخت بشري ناورين د حاکميت له کبله د دغه هېواد ۵۹ سلنه خلک په نړيوالو بشري مرستو خپل ژوند تامینوي.

دغه سازمان د يوه راپور له خپرولو سره ويلي،چې په نړيوالو بشري مرستو د خپل ژوند د تامين کوونکو افغانانو شمېر ۲۴,۴ميلیونو تنو ته رسيږي.

دغه سازمان له افغانستان سره د نړيوالو مرستو د دوام غوښتنه کړې او ویلي،چې د سخت فقر له کبله دغه هېواد د سيستماتيکې پاشلتيا له ګواښ سره مخامخ دی.

د کډوالو نړيوال سازمان په راپور کې د افغانستان د بېوزلۍ تر څنګ د خوراکي او نورو توکيو د بېسارې ګرانۍ يادونه هم شوې ده.

آی او ايم خپله له څه باندې ۱،۳ميليونه افغانانو سره د خوړو، موقتې سرپناه، روغتيايي او نورو خدمتونو په برخه کې د خپلو مرستو خبر هم ورکړی او ویلي،چې دا مرستې ېې د تېر يوه کال په موده کې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده،چې په وروستيو کې د طالبانو د رژيم چارواکي هم د پخوا برعکس شدیدې اقتصادي ستونزې تاييدوي او له افغانستان سره د ډېرو بشري مرستو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب