Homeخبرونهد ملا انصاري وژل کیدل له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی

د ملا انصاري وژل کیدل له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی

تاند:(شنبه،د سنبلې دولسمه)‏‏ د هرات ښار په ګذرګاه جومات کې د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال پرونی ځانمرګی برید،چې د طالبانو د سرسخت ملاتړي ملا مجیب الرحمان انصاري په ګډون د لسګونه تنو د مرګ ژوبلې سبب شو، په پراخه کچه غندل شوی.

دا برید،چې اصلي هدف ېې د ملا انصاري په نښه کیدل ښودل شوي، مسوولیت ېې داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

طالبانو په دې برید کې د ملا انصاري، د هغه د ورور او امنيتي ساتونکو په ګډون د ۱۸ تنو د وژل کیدو او ۲۲نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی،خو ځايي سرچينو ويلي چې د برید د وژل شويو کسانو شمېر شاوخوا ۴۰ او د ټپيانو هم له اعلان شویو ارقامو څخه زيات دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي ځانګړي دفتر ياد شوی برید غندلی او د عبادت ځايونو د خوندیتوب غوښتنه ېې کړې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې پخواني شورا رييس ډاکټر عبدالله او ګڼو نورو افغان سیاسي څېرو هم دا برید غندلی.

د ملا انصاري يو شمېر منتقدینو بیا ویلي،چې هغه د نورو د مرګ فتوا ورکوله او آخر خپله د افراطیت په بل کړي اور کې قرباني شو.

ملا انصاري څه موده مخکې د طالبانو په ملاتړ د ملایانو په یوه لویه غونډه کې د هغو کسانو د سر پرې کولو فتوا ورکړه،چې د طالبانو مخالفت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...