Homeخبرونهکاناډا څه باندې ۳سوه افغانان له پاکستان څخه خپلې خاورې ته ولېږدول

کاناډا څه باندې ۳سوه افغانان له پاکستان څخه خپلې خاورې ته ولېږدول

تاند:(شنبه،د سنبلې دولسمه)‏‏ د کاناډا د کډوالو وزیر وايي،چې پرون ېې ۳۳۲ افغان کډوال له پاکستان څخه خپلې خاورې ته ولېږدول.

د کاناډايي چارواکو په وينا،په دې کسانو کې د کاناډايي ځواکونو سیمه ییز همکاران او د ژباړونکو کورنۍ شاملې وې.

کاناډا وايي،چې دغه افغانان ېې په یوه ځانګړې الوتنه کې خپل هېواد ته ولېږدول.

له دې سره، د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته کاناډا ته د لیږدول شویو افغانانو شمېر نیږدې ۱۸نیم زرو کسانو ته رسیدلی.

په پاکستان کې سلګونه زره افغانان له څو مياشتو راهيسې نورو هېوادونو ته د تلو په انتظار دي،چې يوه لويه برخه ېې له اقتصادي ستونزو او بې سرنوشتۍ څخه شکایت کوي.

دغه افغان پناه غوښتونکي په پاکستان او نورو هېوادونو کې په داسې مهال د ستونزمن ژوند ادعا او شکایت کوي،چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي څو ورځې مخکې مدعي شو،چې هيڅ افغان د سیاسي ستونزو او ګواښونو له امله هېواد پریښودو ته نه دی اړ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...