یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمجاهد:د داعشيانو د محوې وروستۍ او قاطعانه څپه پیلیږي

مجاهد:د داعشيانو د محوې وروستۍ او قاطعانه څپه پیلیږي

تاند:(شنبه،د سنبلې دولسمه)‏‏ د طالبانو د رژيم وياند ذبيح الله مجاهد په هرات کې د دوی د سخت دریځه ملاتړي ملا مجیب الرحمن انصاري د وژنې په غبرګون کې ویلي:«ډير ژر به د اسلام د دښمنانو او د خوارجو د محوې وروستۍ او قاطع څپه پيليږي.»

طالبان د داعش ډلې لپاره،چې پر ملا مجيب الرحمن انصاري یې د هرات په ګذرګاه جومات کې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه واخيست د «خوارجو» اصطلاح کاروي.

طالب وياند زياتوي،چې‌ دوی له وړاندې د داعش له لوري د خپل ملاتړي دغه ملا د وژل کیدو په نیت پوهیدل او د مخنيوي لپاره ېې هغه ته د ساتونکو،مرمۍ ضد موټر، وسلو او نورو امنيتي تدابيرو چمتووالی نیولی و.

 د ذبیح الله مجاهد په خبره،‌ په دې ترڅ کې د طالبانو د استخباراتو یو پلاوی هم هرات ولايت ته تللی و او تر څنګ ېې له څو ورځو راهيسې په فراه او هرات کې د داعشيانو یو شمېر مشران چې د ملا انصاري د وژلو پلان یې برابروه، په څو عملياتو کې وژلي وو.

د طالبانو دغه ملاتړی ملا،چې د جمهوري نظام پر ضد ېې فتواوې ورکولې، پرون په ګذرګاه جومات کې ووژل شو.

طالبانو ویلي،چې ځانمرګي بریدګر د نوموړي د لاسونو د ښکلولو په پلمه ځان ور رسولی او الوزولی و.

په دې پېښه کې د ملا انصاري د ورور، څه باندې ۱۰ ساتونکو د وژل کیدو تر څنګ د یو شمېر ملکیانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی.

1 COMMENT

  1. تاند:(شنبه،د سنبلې دولسمه)‏‏ د طالبانو د رژيم وياند ذبيح الله مجاهد په هرات کې د دوی د سخت دریځه ملاتړي ملا مجیب الرحمن انصاري د وژنې په غبرګون کې ویلي:«ډير ژر به د اسلام د دښمنانو او د خوارجو د محوې وروستۍ او قاطع څپه پيليږي.»

    ښه او معقوله لاره به دا وي چې يو معقول سياست او منځلاري غوره شي. که داسې کېدلی، نو د انقلاب له پيله تر نن ورځې به هر نظام خپل مخالفين ان د بهرنيانو په شمول او بېساري ملاتړ له مينځه وړی وای، خو دا کار ناشونی دی. ان تر دې چې فرعون د موسی عليه السلام او د بني اسرائيلو د له مينځه وړلو هڅه وکړه، خو خپل سر يې له خپأو ټولو پوځونو سره وخوړ چې خپله پيدا ((لتکون لمن خلفک اية))، خو نوره عمله يې لا تر ننه پيدا نه شوه.
    تجربو ښوولې چې د نجيب الله حکومت د مجاهدينو، د ولسمشر غني حکومت ستاسې له لورې ړنګ او تاسې به هم اخر د يو چا له لورې له مينځه ځئ.
    ښه به دا وي چې د غچ لارې پء ځای د يو جوړجاړي لاره پيدا او ستونزو ته د حل لاره پيدا شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب