یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ځواني دانې او درملنه یې

ځواني دانې او درملنه یې

ډاکتر سلیم ساپی

ځواني دانې د پوستکي يوه التهابي ناروغي ده چی د پوستکي د داغونو لامل ګرځی. دغه داغونه د پوستکي د مړو حجرو او د پوستکي د غوړوالي د راټولېدو په پايله کي منځته راځي چي د پوستکي د سطحي د وړو سوريو او وېښتانو د ريښو د بندېدو لامل ګرځي. ډېر دا ډول داغونه پر مخ او پراوږو ليدل کيږي.

دا ناروغي ساري نده او د ناپاکۍ سره هم تړاو نلري. هورموني بدلونونه په ځانګړی توګه هغه هورمونونه د ناروغی په منځته راتګ کې رول لوبوي چی د بلوغ، مياشتني عادت او اميدوارۍ سره تړاو لري.

ځيني درمل د ناروغی د شدت لامل ګرځي لکه د حاملګۍ ضد درمل او سټرايدونه.

کوم کسان په دې ناروغۍ اخته کيږي؟

ډېر وګړی د ځوانی په دوره کې په ناروغی اخته کيږي. په انجونو کې ځواني دانې تر ډيره د ۱۴-۱۷ کلنی په عمر کې پېداکيږي حال دا چی په هلکانو کې د ۱۶-۱۹ کلنۍ کي ليدل کېږي اوکېدای سي چي تردېش کلنۍ دوام وکړي.

درملنه

درمليزه نخسه :لمړی بايدهغه يايونه په Acnix سابون ومينځي اوبيا لاندي کريمونه وکاروي. لمړی کريم (Benzoyl peroxide) دوه ځله په ورځ کي اوبل Clindamycine کريم دوه ځله په ورځ کي وسره Doxycyline 100mg کپسول دي دوه ځله په ورځ کي له خورکه بعد وخوري

نوټ: طبی معلومات باید له خپلو دوستانو سره شیر کړی

2 COMMENTS

  1. ساپي صیبه سلاموونه، دې له پاره چه دا تکلیف تر دغې ۸۲ کلني ځواني سره مې را سره ملګری دی، او له هغې راهيسې تر نن ورځ هېڅ ډول تحقیقات نه دی پاتې چه مې نه وي ویلي. او داسې دوا یا زهر هم نه دی پاتې چه مې نه وي خوړلي. ډېر کلوونه مخې کې دې ته ورسېدلم چه ځينې خوراکو نه لک شدې،غوښه یا په ګډه سره د څاروي تولیداتو سره اړین دی او داسې فکر کېده چه حیواني غوړ یا هورموني بڼسټ لري! خو تازه له یو کال نه راهيسې یوه ګوندې کانادايي یا آستریايي محققه دې ټکي ته ورسېدله چه دا يو «حیواني پروتيني» مشکل دی چه ټوله نړۍ کې یو سان دی. دا نو پخه څېړنه وه چه دې کړې ده او پر ځان مې هم تجربه کړه او ماته هم ثابته شوه چه کله چه شدې یا غوښه یا ځينې پنېرونه او خصوصا د چرګو غوښه وخورم، نو دا تکلیف زیات را پېښېږي او ماته هم ثابته شوه چه همداسې ده. خو دا هم راته ثابته شوه چه حیواني غوړ او پروتین سه يې ګډ دا تکلیف را زیاتېږي و بله يې دا چه چاغي هم دې پورې څرنګه چه ماته ثابته شوه اړه لري. د محققې ليک مې و نه مینده چه دلته يې واچوم، خو یو بل لیک اچوم چه ښودل کېږي چه دا یو نړیوال جنجال دی. ګلوونو سره:https://www.bing.com/images/search?q=akne+vulgaris&qpvt=akne+vulgaris&form=IGRE&first=1&tsc=ImageHoverTitle

  2. دا به دې هم يادول چې د دې دانو شوکول نه دي پکار. دې کې ځينې سپين د زوو ډک سرونه راوخوټېږي چې بيا وروستو وچ شي او په رنګ تور شي. د درملو سره دغه سرونه يا داغونه لرې شي مګر شوکول يې رنځ نور زيات کړي او خطر وي چې په مخ کې وړې وړې کندې جوړې شي چې بيا وروستو نه رغېږي. پر دې سربېره د درملنې په ترڅ کې دا خبره د يادونې وړ ده چې هېڅ ډول سټيرايډ درمل کارول نه دي پکار. ځينې خلک سټيرايډ کريم ورباندې و لګوي چې سملاسي دانې ښې کړي خو التهاب په خوندي توګه خپل کار کوي او اغېزمن کس چې کله هم سټيرايډ کريم لګول ودروي، دانې په چټک را و خوټېږي، چې خوره زياتې هم وي. يوه بله يادونه دا ده چې د ګرمي دانو اصلي لامل يوه باکټريا ده چې نوم يې cutibacterium acne دی. هورمونونه نېغ په نېغه د دې رنځ لامل نه دي بلکې د پورته يادې باکټريا پر پوستکي بريد کولو ته زمينه برابره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب