یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د انشټاين معما

د انشټاين معما

محمود سعید

کلونه کيږي چې دا په زړه پورې ذهني ازموينه د کنجکاوو وګړو له لوري خپريږي او ډېر کسان يې د حل هڅه کوي. ویل کيږي چې دا ازموينه البرټ انشټين جوړه کړې ده او د نړۍ له ټولو وګړو يوازې دوه په سلو کې يې د حلولو ذهني ځواک لري. که تاسې ته ځان ځيرک او باهوښه ښکاري نو ځواب يې په څرګندونه کې وليکئ.

د يادونې وړ ده چې په دې ازموينه کې هېڅ ډول چل او دوکه نشته؛ يوازې منطقي فکر تاسې تر ځوابه رسولای شي. هيله ده نورو ځوابونو ته مه پاملرنه مه کوئ؛ خپل ذهني ځواک وازمويئ.

فرضيه: وانګېرئ چې:

په يوه کوڅه کې پنځه کورونه دي چې بېلابېل رنګونه لري او په هر يوه کې د بېل مليت لرونکی کس ژوند کوي. دا پنځه کسان هر يو بېلابېل ډول څښاک کوي؛ بېلابېل ډول سګرټ څکوي او بېلابېل ډول کورنی څاروی ساتي.

انګريز په سره رنګه کور کې ژوند کوي.

سويډنی يو سپی لري.

ډنمارکی چای څښي.

زرغون رنګی کور د سپين رنګ کور کيڼ لوري ته دی.

د زرغون رنګه کور خاوند قهوه څښي.

د پال‌مال سګرټو څکوونکی مرغۍ ساتي.

د زېړ رنګه کور خاوند ډون‌هېل سګرټ څکوي.

د منځني کور خاوند شيدي څښي.

ناروېژی کس په لومړني کور کې ژوند کوي.

د بلېنډز سګرټو څکوونکی د پشۍ ساتونکي د کور تر څنګ ژوند کوي.

د اسپ ساتونکی د ډون‌هېل سګرټو څکوونکي د کور تر څنګ ژوند کوي.

د بلو ماسټر سګرټو څکوونکی د وربشو اوبه څښي.

جرمنی پرنس سګرټ څکوي.

ناروېژی د شنه کور د خاوند تر څنګ کور لري.

د بلېنډز سګرټو څکوونکی د اوبه څښونکي کس ګاونډی دی.

پوښتنه:

څوک په خپل کور کې ماهی ساتي؟

يادونه: که ځواب نه لرئ؛ څو ورځې وروسته راشئ او لاندې د نورو کسان ځوابونه ولولئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب