شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهنا تاييد شوي راپورونه:بې پیلوټه الوتکې په کابل کې د ط-انو مهم...

نا تاييد شوي راپورونه:بې پیلوټه الوتکې په کابل کې د ط-انو مهم استخباراتي مقام په نښه کړی

تاند:(شنبه،د سنبلې دولسمه)‏‏ نا تاييد شوي راپورونه وايي ،چې د طالبانو د استخباراتو د لوی ریاست د لسم رئيس حاجي احمد د کابل په کارته چهار سیمه کې له خپلو پینځو امنيتي ساتونکو سره د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی.

تېره شپه ځينو رسنيو راپور ورکړی و،چې د کابل کارته چهار شاوخوا سیمه کې د پرلپسې راکټونو لګېدو او ځوابيه ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

اوس تازه راپورونه وايي، چې دغه غږونه د بې پیلوټه الوتکې د بریدونو وو،چې یاد شوی طالب استخباراتي مقام پکې وژل شوی دی.

د لومړنيو راپورونو په اساس،په دې بريدونو کې د نوموړي دوه تعقيبي موټر هم لمنځه وړل شوي دي.

 د طالبانو امنيتي مسوولينو او وياندويانو دا پېښه تاييد يا رد کړې نه ده.

په وروستيو کې طالب چارواکو په پرله پسې ډول پر امريکا متحده ايالاتو نیوکې کړي،چې بې پیلوټه الوتکې ېې لا هم د افغانستان په فضا کې ګرځي او هوايي حريم ېې نقضوي.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد پاکستان هم تورن کړی و،چې د امریکا دغو الوتکو ته ېې له خپلې خاورې د الوتنې امکانات برابر کړي،خو پاکستان په دې اړه تورونه رد کړي دي.

څو مياشتې مخکې د امريکا یوې بې پیلوټه الوتکې د کابل په شېرپور سیمه کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري هم په نښه او وواژه.

امریکايي چارواکي پرته له دې،چې په افغانستان کې د خپلو بې پیلوټه الوتکو د ګزمو په اړه څه ووايي،ټینګار کوي چې د سرتېرو د نه موجوديت سره ېې په افغانستان کې خپل امنيت ته خطر جوړونکي لوري له منځه وړلای شي.

په وروستیو کې څو امریکايی چارواکو او له هغې ډلې په منځني ختیځ کې د امریکا عمومي قوماندان وویل چې دوی له بهره په افغانستان کې د ترهګرو پرضد بریدونو ته دوام ورکوي.

دوی په دې لړ کې په جون میاشت کې د ایمن الظواهري وژنه د دې ډول بریدونو د بریالیتوب یوه نښه وبلله.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب