یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېدریپه ښوونځيو کې د نجونو کم ساری ګډون، او د تعليمي  ادارو...

په ښوونځيو کې د نجونو کم ساری ګډون، او د تعليمي  ادارو پر وړاندې ننګونې

ليکنه: ثناءالله سليم

ښځې دبشرې ټولنې دجوړښت اساسي رکن دی، دوی  دزده کړو او ښه ژوند حق لري ، خو کلتوري محدوديتونه يې د زده کړو او دژوند دښه والي مانع شوي.

دلته همېشه انجونې دپوهې له رڼا لرې ساتل شوي او دغه حق نه دی ور کړل شوی.

زموږ مقدس دين او دافغانستان نافذه قوانينو ښځو ته داسلامي شريعت په رڼا کې دزده کړو او پوهې حق ورکړی خو لا اوس هم هغه مفکوره دخلکو له ذهنونو پاکه نده چې وایې: (ښځه یا دکور ده یادګور.)

دغه مفکوره تر ډېره په هغه سېمو کې پياوړې ده چې حکومتي واک پکې ځواک نه لري.

دانجونو دزده کړو په وړاندې خنډونه را ایجادول  دافغاني ټولنې دهغه دود زېږنده ده چې تر پخوا یې لري.
که څه هم زده کړې زموږدجنګ ځپلي هېواد په ژمنتيا کې لومړيتوب لري خو لومړيتوب نه دی ورکړل شوی او همېشه ورته ترنورو برخو په کمرنګي ډول کتل شوي.

موږ همېشه دزده کړو په برخه کې اصلاحات او سمونې له نورو غواړو، په پوره همغږۍ فکر او عمل سره نه يوځای کېږو چې دزده کړو په سيستم کې اصلاحات او بدلون راولو،داصلا او بدلون په برخه کې زموږ دفکر او عمل اراده مړه ده، ځکه نو په دغه برخه کې تر هر چاوروسته پاتې يو.

يواځې زده کړې دې چې دهېواد او هېواد والو په ځان بسياينه او روښانه راتلونکی تضمينوي، نو بايد هغه نارينه او ښځينه زده کوونکي چې په لرې پرتو سېمو کې ژوند کوي او دزده کړو زمينه ورته برابره شوې نه ده باید دزده کړو له ستر نعمت څخه برخمن شي او ددغې پيچلې مسلې دحل په موخه په کلکې او ټينګې ارادې فکري يوالی رامنځته شي ترڅوپه ټولنه کې دټولنيزو ناخوالو دلمنځه وړلو لپاره  دپوهې کچه لوړه شي.

دپوهې کچه چې لوړه شوه داوږد مهاله تپل شوې جګړې په مهارلو کې هڅې او نوښتونه دناپوهۍ او محرميت نه  قرباني کېږي.

زموږ په هېواد کې سم له واره ددغه ناوړي کلتور پای شونی نه بريښي، خو په دغه برخه کې باید مبارزه جاري وساتل شي.

دافغانستان په بېلابېلو سيمو کې پخواهم کڼ ښوونځي او دښوونې او روزنې روزنځايونو شتون لره خو په هغو کې هم دانجونو ګډون کم ساری او له لویو ننګونو سره مخ و.

په هغه روزنځايونو او تعليمي اداروکې چې زموږه تنکيو ماشومانو زده کړې کولې اکثرو په تنظيمي، سياسي او خپلسرو جګړو کې په هره  برخه کې درانه او نه جبرانېدونکي مادي او معنوي زيانونه ولېدل.

مکتبونه ويجاړ او وسوځول شول، پوهنتونونه په بشپړ او نيمه بشپړ ډول لمځه لاړل،  لابراتواري تجهيزات تخريب شول، په زرګونه ټوکه لويه معنوي پانګه او کتابونه دجګړې ښکاراو داور تر ستوني تېر شول، دزده کوونکو او محصلينو زده کړې نېمګرې پاتې شوې ،  دمکتبونواستادان او د لوړو زده کړو د موسسو يو شمېر پوهان په زندانونو کې واچول شول، يا مهاجر شول او يا هم د ژوند له نعمت نه بې برخې شول.

د لوړواو نيمه لوړو زده کړو د موسسو پر علمي ساحې سياسي فضا خپره شوه او تولې ښوونېزې ادارې ددغه وخشت له امله  د اخلال او تم کېدو اساسي وسيلې شوې.

پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د نورو موسسو په نصابونو کې د بدلون هڅه وشوه، له زده کړو سره دزده کوونکو اړيکې پرې شوې،

له مکتبونو څخه مورچلې جوړې شوې،  او دومره توغندي، درنې او سپکې ګولۍ پرې وورول شوې ، چې په نړۍ کې يې سارى نه لېدل کېږي، درسي وسايل او وسايط  لوټ او تالان شول.

حتی دمعارف په برخه کې افغانستان او افغانانو دومره زيانونه  وليدل ، چې په دغه جګړه کې دنورو برخو دزیانونو  سره د پرتلې وړ نه دي.

زما په اند دپورته ناخوالو يواځينۍ پلمه داوه؛ چې ښوونځي د دولت ملکيت و  او دوي نه  غوښتل چې ددولت په لمن کې خلک لوستي او دپرمختګ خاوندان شي.

نو ځکه يې دمعارف په وړاندې داسې نه جبرانيدونکې کړنې تر سره کولې.

د دغه غيري اسلامي او انساني کړنو د تر سره کولو بل ستر لامل سمتي، قومي او سيمه ييز فکر ته د ځينو  متمايلو اشخاصو بدنظري وه، دوی د دغه غیري اسلامي کړنو له لارې غوښتل؛ ټولنه بېسواده پاتې کړي.

که څه هم دغه غلط عرف دافغانانو په ګټه نه وو ، خو دمعارف دزوال لپاره ځينو خلکو غوښته  ، دغه شان  کړونو ته چې چا ښه ويل زما په اند،  په ټولنه کې همدا کسان منفي فکره وګړي و.

دزده کړو پر وړاندې پورته ذکر شوې لویې ستونزې عادي ګڼل تېروتنه ده.

کومه ټولنه کې چې پوهه کمه او منفي رواجونه  دود وي،  پرمختګ نشي کولای او دداسې ټولنې خلک هم، همېشه له تمدن او ښه ژوند لرې په کږليچونو کې وي دوي هيڅ وخت ټاکلي هدف او منزل ته نشي  رسيدای.

هرچا خپل معارف ته وده ورکړې خو دافغانانو معارف اوس هم دپرمختګ په ډېره ټيټه کچه کې قرار لري .

که دنورې نړۍ اوخاريجي هېوادونوپرمختللی  معارف او پرمختللي درسي سيستمونه وګورو په خپل معارف به ډېر افسوس راشي.

دنورې نړۍ په نسبت زموږ معارف په نشت حساب دی او ډېرپه ابتدايې حالت کې قرار لري.
که غواړئ پياوړی هېواد ولرئ نو معارف پياوړی کړئ ځکه پياوړې ټولنې پياوړی معارف لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب