یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېدریښوارب ته ځانمرګي څنګه ننوتل؟ | بريالی وياړ

ښوارب ته ځانمرګي څنګه ننوتل؟ | بريالی وياړ

د روان 2019 کال د فبرورۍ د مياشتې لومړۍ نېټه وه چې د جمعې له ورځې سره يې سر خواړه. د سهار شپږ بجې وې چې د ښوراب پر پوځي اډې د طالبانو د بريد خبر راته ورسېد. د خبر جزيیات ډېر وارخطاکوونکي ول. برېښېده چې يوه ډله ځانمرګي د ښوراب پوځي مرکز ته چې د 215 ميوند قول اردو هم پکې پرته ده ور داخل شوي. دا پر دې اډې د طالبانو دريم بريد شو. د طالبانو رسنيو په خورا چټکۍ سره د ښوراب په مرکز کې د روانو نښتو جزيیات خپرول. د خورا درنو تلفاتو اوښتو ادعا يې کوله. دا نښتې چې د پنجشنبې پر شپه دوې بجې پيل شوې د شنبې د ورځې د مازديګر تر څلورو يې دوام وکړ. د بريد په اړه تراوسه هم رښتني مالومات نه دي خپاره شوي. ټولې رسنۍ خبرونه لاس پر لاس کوي، خو تراوسه اصلي کيسه هيچا نه ده خپره کړې.

ځانمرګي څنګه داخل شول؟

د دې پېښې تر ټولو اساسي اړخ دا دی چې دا ځانمرګي څنګه وتوانېدل چې تر ټولو قراولونو تېر او د اډې منځ ته ځانونه ورسوي. دا پېښه د تېرو دوو نورو پېښو سره په توپير رامنځته شوې. دا ځل طالبانو له داخله د يوه غدار کارکوونکي په مرسته خپل وسلوال داخل ته بوتلل. ښوراب کې څه باندې اته کلونه کېږي چې يو نفر د کانتين دوکان لري. دوئ د همدغه کانتين والا په مرسته داخل ته بېول شوي. لومړۍ ډله ځانمرګي چې شمېر يې اته کسه کېده د کانتين والا په مرسته د کچره توکو د ايستونکي ټانکر په وسيله داخل ته بېول شوي. دوئ چې د ورځې په سر کې اډې ته ننوتلي، ټوله ورځ يې په سرپټي ټانکر کې تېره کړې.

ځانمرګي ټولټال 12 کسان ول. پاته څلور کسه يې د هغو ډول وهونکو کسانو په ډله کې داخل شوي چې د پنجشنبې پر وځ يې د سرتېري د ملي ورځي د لمانځنې په مراسمو کې ډول واهه او د سرتېرو د ملاتړ ملي پروګرام ته د اتڼ لپاره وربلل شوي ول. دا څلور واړه کسان بې وسلې ول. دا کسان هم د کانتين والا له لوري داخل ته بېول شوي ول. د ورځې چې پروګرام تمام شوی و، دوئ کانتين والا په يوه اطاق کې ځای پر ځای کړي ول.

پنجشنبه د شپې دوې بجې وې. د پوځ داخلي ګزمه پای ته رسېدلې وه. کانتين والا له ټانکره  په وسلو او مهماتو سمبال وسلوال راوایستل. دوئ له نورو څلورو کسانو سره يو ځای شول. خپلې امريکايي وسلې او ورسره ډېر زيات مهمات يې يو پر بل ووېشل. دوی چې امريکايي دریشۍ اغوستې وې، ځانونه يې پر درو برخو ووېشل. نقشه او پلان ورسره و. کانتين والا هم لومړۍ لارښوونه ورته وکړه؛ بيا یې په خپل اطاق کې ځای پر ځای کړل. يوه برخه وسلوال د ډوډۍ خوړنځي بله د ګاډو د جوړېدو ورکشاپ او پاته برخه يې د انجينرۍ د تاسيساتو بلاک ته داخل شول.

دا درې سره ځايونه تقريباً خالي ول. هيڅوک نه پکې اوسېدل. بيا څو کسه وسلوال راووتل د سرتېرو اطاقونو ته ورغلل دروازه به يې وروټکوله چې څوک به راووت، يا به يې دروازه خلاصه کړه ځای پر ځای به يې وويشت. په دغه ډول فرېبکارو ډزو کې څلور کسه اشپزان يو سلمان او څو کسه سرتېري شهيدان شوي. په دې ډول يې شپږ کسه بې وسلې سرتېري هم رابېرون کړي او خپل د پټېدو ځای ته لېږدولي. پر دې مهال د قول اردو د ګارنېزیون قوماندان چې ګزمه يې پای ته رسېدلې وه په رينجر موټر کې د پېښې ځای ته راروان و. هغه لا خبر نه و چې دلته څه کيسه روانه ده.

وروسته خال خال ډزو هغه متوجې کړی و. پر خپل موټروان يې د موټر د درېدو ږغ کړی و. قوماندان چې له موټره کښته کېده ، سمدلاسه وسلوالو انتحاريانو ډزې پر کړي، پر اوږه او سر يې ويشتلی. د ده موټر چلوونکی چې په خپله هم پر لاس لګېدلی و ژر تر ژره يې قوماندان ته لاس ورغځولی هغه يې لوېدو ته نه دی پرې ايښی موټر يې د پېښې له ځايه په منډه کړی. ځانمرګي له دې پېښې سره په ټوپ شوي ځانونه يې خپلو هدفونو ته رسولي. دوئ په درو استقامتونو کې ځای پر ځای ول. نښتې له همدې ځایه پيل شوې. دا وخت د قول اردو د خطر زنګونه وډينګېدل.

په مرکز کې غوغا او غالمال شو. ډزې لا پسې ډېرې شوې. نښتې پيل شوې. د شپې له دوو بجو نيولې تر سهاره همدغسې ډزې روانې وې. د پوځ مشرانو هڅه کوله چې ژر تر ژره حالت کنټرول کړي، خو ځانمرګي ډېرو پېچلو ځايونو ته ننوتلي ول. هتله يې هاموې موټرونه، لاندې د موټرنو د درېدو زينې او غارونه د سنګر په توګه کارول. سهار مهال د ميوند قول اردو مرستيال په دوو ضربتي ټانکونو کې د خپلو شپږ کسه سرتېرو د خلاصون په هدف د وسايطو د جوړېدو ورکشاپ  ته چې شپږ کسه يرغمل سرتېري او څلور کسه ځانمرګي پکې ول ور داخل شوی و.

دی چې ورکشاپ ته له ټانک سره داخل شو د ځانمرګی له لوري د راکټ بريد پر شوی چې مرمۍ خطا شوې وه. له دې ډز سره سمدلاسه سرتېرو پر هغوئ د خپلو ټوپکونو خولې ور اړولې، راکټ والا يې ويشتلی لاندې يې را غوځار کړی. دی يو لوړ ځای ولاړ و. سرتېري په يوه لاندې اطاق کې بنديوان ول. پاته درې کسه نور وسلوال يې هم وژلي بيا يې شپږ سره نيول شوي سرتېري را خوشي کړي.

پاته دوو ځايونو کې نښتې روانې وې. د انجينرۍ د تاسيساتو ورکشاپ د امريکايي ځواکونو د اوسېدو مخته پروت و. ځانمرګو نه پر امريکايي سرتېرو ډزې کړي، نه يې ګرېنټ ورغورځولی او نه هغوئ له خپلو ځايونو وتلي دي. د دوئ او امريکايي عسکرو ترمنځ فقط يو دېوال و. وسلوالو له ملي اردو سره نښتې روانې وساتلې، پر امريکايانو يې هيڅ ډز ونکړ. دا نښتې چې د پنجشنبې پر شپه دوې بجې پيل شوې د شنبې د ورځې د ماپښين تر څلوور بجو يې دوام وکړ. له دوئ سره کومانډو او د ضربتي کنډک سرتېري وجنګېدل.

بلاخره يولس کسه انتحاريان ووژل شول يو کس يې د کومانډو له لوري ژوندی ونيول شو. نيول شوی ځانمرګی پر لاس لګېدلی، اوسمهال په روغتون کې دی، پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي. د دې بريد د پلان او هلته د دوئ د ورتګ په اړه ټول جزيات له همدغه ځانمرګي څخه ترلاسه شوي. هغه اقرار کړی چې هلته د دې کانتين والا په مرسته داخل شول. له ځانمرګي څخه د پوځي استخباراتو پوښتنې او تحقيقات روان دي.  په دې ټولو نښتو کې 15 کسه سرتېري شهيدان شول. په دې ډله کې څلور کسه اشپزان يو سلمان او پاته د ملي اردو هغه سرتېري شامل دي چې له دندو راغلي ول، خپلو کورونو ته ستنېدل. همدارنګه 21 کسان ژوبل شويدي. ځانمرګي ټولټال 12 کسان ول چې يولس يې ووژل شول يو کس يې ژوندی ونيول شو. په دې نښتو کې درې څلور خراب شوي ټانکونه چې په مستري خانه کې ولاړ ول، څو اطاقونو او د دوئ د پټېدو بلاکونه ويجاړ شوي.

د الوتکو د ويشتل کېدو، د 350 کسه سرتېرو د وژل کېدو او نورو تلفاتو په اړه چې کوم خبرونه طالبانو خپروي، دا مطلق حقيقت نلري. طالبانو دا ادعا هم وکړه چې امريکايان يې وژلي. په دې نښتو کې نه امريکايان شامل ول، نه دوئ پر هغو ډزې کړي، نه يې په جګړه کې برخه اخيستې او نه پکې څوک وژل شوی دی. البته د يوې ډلې ځانمرګو د بلاک شاته د امريکانو استوګنځی و، مګر دوئ پر هغوئ هيڅ ډز نه دی کړی، نه يې ګرنیټ ورغورځولی.  

د ملي اردو له لوري هغه غدار کانتين والا نيول شوی، پوښتنې او تحقيقات ترې روان دي.

3 COMMENTS

  1. Salam. Khafo wo chai da beden wale khapal faujeyan wajne.da yaw waror shadat ham dair we.kho khada chai da ghulam taleb dawe darogh de.kho da zaror wayem chai pa Itintelligence ke mo KAME sha dagha tha tawajo okrai

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب