پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد امریکا کانګریس: د امریکايي ځواکونو همکارانو ته دې ځانګړې وېزې ورکړل...

د امریکا کانګریس: د امریکايي ځواکونو همکارانو ته دې ځانګړې وېزې ورکړل شي

تاند(پنجشنبه، د ثور ۲) د امریکا د کانګریس ګڼو غړو له ولسمشر بايډن غوښتي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو افغان همکارانو ته ځانګړې وېزې ووېشي.

د کانګریس شپاړسو غړو په یوه لیک کې له ولسمشر جو بايډن غوښتي چې په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د افغان همکارانو د امنیت تامین ته لومړیتوب ورکړي.

د کانګریس غړو ویلي وروسته له دې چې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي نو د دوی افغان همکاران له خطر سره مخ کېږي چې دا مسئله د اندېښنې وړ ده.

دوی د بایډن له ادارې غوښتي چې دغه کسانو ته ژر تر ژره ځانګړې وېزې ومني.

سپینې ماڼۍ د کانګریس د غړو پر دې لیک تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د المان د دفاع وزیرې له خپل حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې هغو افغانانو ته پناه ورکړي چې په افغانستان کې یې له الماني سرتېرو سره کار کړی دی.

انګریت کرامپ کارنباور له ډي‌پي‌اې اژانس سره په مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې المان له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي، برلین یوه بله مهمه دنده هم پر غاړه لري او هغه دا ده چې دغه هېواد باید د هغو کسانو ساتنه وکړي چې له الماني سرتېرو سره د مرستې له امله یې اوس ژوند له ګواښ سره مخ دی.

نوموړې ټینګار کړی دی چې المان د خپلو سیمه ییزو کارکوونکو مرستې ته چمتو ده او ډېر ژر به په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.

نوموړې دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې امریکا او ناټو د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو خبره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب