جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو یو پلاوی له دوحې پاکستان ته تللی

د طالبانو یو پلاوی له دوحې پاکستان ته تللی

تاند(پنج شنبه، د ثور ۲) د طالبانو یو پلاوی د سولې د خبرو او استانبول کنفرانس په اړه د سلا مشورو لپاره پاکستان ته تللی دی.

طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي د مشر مولوي عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تللی دی او دغه پلاوی به د طالبانو د رهبرۍ له شورا سره ګوري.

سرچینه زیاتوي چې دغه پلاوی به د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د ځنډ راتلو، سولې روان بهیر او استانبول کنفرانس په اړه له خپلو مشرانو سره خبرې کوي.

دوی غواړي پر دې بحث وکړي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د ځنډ له راتګ سره هممهاله دوی مذاکراتو ته ادامه ورکولی شي او کنه کومه بله لار خپله کړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې ډېر ژر د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په ترکیه کې د سولې پر راتلونکي کنفرانس خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې په تړاو پاکستان ته د امریکا خبرداری

 

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز په دوحه کې له افغان لوریو او نړیوالو همکارانو سره د بین الافغاني مذاکراتو د پیاوړتیا لپاره د یوې مناسبې لارې پر موندلو سلا مشورې کړې دي.

د یونما د مالوماتو له مخې، په دې خبرو کې ټینګار شوی دی چې د افغان سولې خبرو اترو د ملاتړ په تړاو به هیڅ ډول ځنډ نه رامنځ ته کیږي، ملګري ملتونه به د افغان دولت او طالبانو له استازو سره خپلې ښکیلتیا ته دوام ورکړي تر څو د سولې پر هڅو او یو تلپاتې او عادلانه ټیکاو خپل تمرکز وساتلی شي.

سرچینه زیاتوي چې د استانبول کنفرانس ځنډیدو افغان غاړو ته یو بل فرصت برابر کړ چې د دوحې په روانو خبرو اترو کې پرمختګ وښيي.

2 COMMENTS

  1. ناوې د پلار کره لاړه، ای ذلیلو، څنګه شرمېږئ نه. واقعاً طالبانو ته ورته اجیر مخلوق چې په خپلو خلکو او خاوره ظلم کوي به په تاریخ کې کم پیدا شي

  2. وحید
    ریشتیا هم چی ددنیا د ملکونو تاریخونه که وګوری داسې د بل دلاس غلامان به ونه ګوی چی خپل هیوادوال د بل دګټو په خاطر قربان کړی او وروسته تر هرې یوی میاشتی خپل بادار ته د راپور تقدیمولو او نوی دساتیرو اخیستوته منډی وهی (ورکه دی سی مینځه چی د وینزی کالی مینځي)
    طالبانو پښتانه، دپښتنو سیمی ، مکتبونه، سرکونه،روغتونونه، کښتونه او باغونه د انګریزانو له نقشی سره سم ټول تبا کړل خدای دی دوی تباه کړی. خدای دی انګریز او دهغه حرمونی تباه کړی چی دا سل کاله دا ډول سرطان افغانستتان ته تربیه او افغانستان یی ورباندی دربدره کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب